د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند والي: لښکرګاه ښار د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی


دا عکس چې د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه خپور شوی، په کې افغان ځواکونه د لښکرګاه ښار په یوه څنډه کې لیدل کیږي.
دا عکس چې د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه خپور شوی، په کې افغان ځواکونه د لښکرګاه ښار په یوه څنډه کې لیدل کیږي.

د هلمند سیمه ایز چارواکي وايي، چي د لښکرګاه ښار په ځینو برخو د وسله‌والو طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي او دا مهال د دغه ښار امنیتي وضعیت د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

د هلمند والي حیات الله حیات امریکا غږ ته وویل، چي تیره شپه د ملي امنیت او نورو ځانګړو ځواکونو د لښکرګاه ښار په بولان، بشران او ځینو نورو سیمو کې د حکومت د وسله‌والو مخالفینو بریدونه په شا تمبولي دي.

د هلمند والي وویل "خاصو ځواکونو د لښکرګاه ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند په مختار سیمه کې یوه ډله وسله وال مخالفین چي د برید پلان يې در لود تر سخت تعرض لاندې ونیول چي په ترڅ کې يې لس تنه وسله وال وژل شوي او جسدونه يې هم د جګړې په سیمه کې پراته دي".

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو نن سهار د لښکرګاه ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د مهاجرو کمپ ماموریت او یوه امنیتي پوسته تر خپل کنټرول لاندې را وستې وه خو افغان ځواکونو بیرته له دغو سیمو څخه په شا تمبولي دي.

د هلمند ولایت یو امنیتي چارواکي امریکا غږ ته وويل، چې وسله‌والو طالبانو د پوليسو له یونیفارم او نظامي وسایطو څخه په استفادې د مهاجرو کمپ د پوليسو ماموریت ته پداسې شکل داخل شوي وو چي په تلاشی بوختو پوليسو ته يې ځانونه د نورو قطعاتو اړوند پوليس معرفي کړي وو.

سرچینې وویل "دوی په دوو رینجرو او یوه حاموې موټر کې ماموریت ته داخل شوي وو د پوليسو یونیفارم يې هم په تن وو خو کله چي وروسته پر دنده بوخت پوليس ورباندې پوه شول چي طالبان دي جګړه يې ورسره وکړه او د نورو قطعاتو له ور رسیدو سره سم هغوی سیمه پرېښوده".

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکا غږ ته وویل، چې په دغو بریدکوونکو کې درې ځانمرګي بریدګر هم شامل وو، چې له افغان ځواکونو سره په نښته کې درې واړه ووژل شول.

د عمر ځواک پر وینا په دې برید کې څلور پولیس هم وژل شوي دي.

د هلمند په مرکز کې تیره شپه د جګړې شدت کم وو خو نن سهار په لښکرګاه کې تازه نښتو د دغه ښار اوسیدونکي اندېښمن کړي دي.

د لښکرګاه ښار اوسیدونکي جواد امریکاغږ ته وويل "همدا اوس د ښار خلک له ویرې کورونو ته ننوتي او بازار تړل شوی".

د هلمند ولایت لپاره د افغان حکومت له لورې د همغږۍ مسؤول جبار قهرمان امریکاغږ ته وويل چې وسله‌والو طالبانو د لښکرګاه ښار د نیولو لپاره خپلې وروستۍ هڅې پیل کړي، خو د افغان ځواکونو له سختو ګوزارونو سره مخ شوي دي.

جبار قهرمان وویل "په هلمند کې امنیتي ځواکونه په ډير قوي مورال د وسله والو پر ضد په عملیاتو بوخت دي، په ځینو سیمو کې به یو شمیر پوستې لاس په لاس شوې وي، خو دا پر دې دلالت نه کوي چي دښمن به لوی خطر رامنځ ته کړي".

د هغه پر وینا، افغان ځواکونو په سره ګودر، سرکار، بولان او بشران سیمو کې د حکومت وسله‌والو مخالفینو ته درانه تلفات اړولي دي.

هغه وویل، چي د وسله والو طالبانو په لیکو کې یې ځينې ګروپونه فعاله کړي او زیاته یې کړه، چې ژر به د هلمند په روان وضعیت کې بدلون رامنځ ته شي.

تیره ورځ د افغانستان دفاع وزیر او د قاطع ماموریت قومندان هلمند ته په خپل وروستي سفر کې ویلي وو، چې دا ولایت به هیڅ‌کله هم سقوط ونکړي.

لښکرګاه ته د طالبانو د ننوتلو ادعا

خو له بلې خوا وسله‌والو طالبانو ادعا کړې، چې د دغې ډلې وسله‌وال نن سهار د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته ننوتلي دي.

طالبانو په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې نن د لښکرګاه ښار سره نږدې له افغان ځواکونو څخه یې د بټ ون په نوم د یوې امنیتي پوستې په ګډون ۹ پوستې نیولط دي.

د ټویټر په دغه پیغام کې طالبانو د چاه انجینر د سیمې د ټولو امنیتي پوستو د نیولو ادعا هم کړې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG