د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د هلمند د خلکو پر استازي برید وشو او ژوبل شو


معلم میرولي په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازیتوب کوي.
معلم میرولي په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازیتوب کوي.

په کندهار کې امنیتي چارواکي وايی، چې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو پر استازي معلم میرولي باندې نن د شنبې په ورځ لس نیمي بجې د کندهار ښار په لسمه حوزه کې د کارته معلمین په سیمه کې وسله والو برید کړی، چې له امله هغه سخت ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوی دی.

د کندهار د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالرشید الکوزي امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چي وکیل معلم میرولی په میرویس روغتون کې د جدي پاملرني لاندې دی.

ډاکتر الکوزي وویل "وکيل د نس په برخه کې په ګولیو لګیدلی او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ دی".

د کندهار د پوليسو یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چي نوموړی د کارته معلمین په سیمه کې له یوې سلمانی څخه تر را وتلو وروسته پلی روان وو چې پرې غلچکی برید وشو.

دغې سرچینې وویل چې وکيل میرولي تیره شپه د لښکرګاه د امنیت د مخکني امر ميلمه وو او نن لس نیمي بجې له خپل زوم سره د کارته معلمین په سیمه کې حمام او سلمانی ته تللی وو چي له حمام څخه د را وتلو وروسته تر غلچکي برید لاندې راغلی دی.

بلې خواته د کندهار د پوليسو ویاند لمړي څارن ضیا دراني امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د پېښې په اړه تحقیقات پیل شوي.

پر معلم میرولي باندې د دغه برید وړاندې د ډسامبر په ۲۲ په کابل کې د هغه پر کور هم وسله والو ځانمرګو برید کړې چې په کې هغه هم ټپي شوی وو.

په کابل کې د معلم میرولي په کور په برید کې د هغه د کورنۍ د غړو په ګډون اته تنه وژل شوي وو چې د ارزګان ولایت د ولسي جرګې د یو غړي بارکزي زوی هم په وژل شوو کسانو کې شامل وو.

معلم میرولي په ولسي جرګه کې د هلمند وکیل دی.

طالبانو پر معلم میرولي د ننني برید مسولیت اخیستی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG