د لاس رسي وړ اتصالات

په موسی کلا کې سخته جگړه روانه ده


افغان سیمه ییز چارواکي وایي د جمعې د ورځې په جگړه کې شاو خوا ١٥٠ یاغیان وژل شوي او یا هم ټپي شوي دي.
افغان سیمه ییز چارواکي وایي د جمعې د ورځې په جگړه کې شاو خوا ١٥٠ یاغیان وژل شوي او یا هم ټپي شوي دي.

د افغانستان په جنوب کې په داسې حال کې سخته جگړه روانه ده چې افغان امنیتي ځواکونه د امریکا پر مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په مرسته د طالبانو د پرمختگ د مخنیوي لپاره په متقابله برید پیل کړی دی.

افغان سیمه ییز چارواکي وایي د جمعې د ورځې په جگړه کې شاو خوا ١٥٠ یاغیان وژل شوي او یا هم ټپي شوي دي.

طالبانو د روانۍ اونۍ په پیل کې د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ ځنې برخې ونیولې او په دې توگه یې د هلمند د مرکز لشگرگاه په لور د خپلو جنگیالیو د پرمختگ لپاره لاره پرانستله.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00
مستقیمه لیکه

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت دا منلې چې امریکایي الوتکو په وار وار په موسی کلا کې د یاغیانو پر سنگرونو بریدونه کړي دي او یو شمیر بهرنیو سرتیرو د افغان ځواکونو سره په ځمکنۍ جگړه کې هم مرسته کړې ده.

د افغان سیمه ییزو چارواکو په وینا طالبانو پر موسی کلا باندې له څلور خواو څخه برید کړی و او دمخه تر دې جې ددې ولسوالۍ کنترول تر لاسه کړي لږترلږ ٣٥ افغان سرتیري یې وژلي وو.

د چارواکو په وینا طالبانو دمخه د نوزاد ولسوالي نیولې وه چې پر موسی کلا باندې د برید لپاره ورته زمینه برابره شوه.

په افغانستان کې د ٢٠١۴ کال په دسمبر کې د ناتو پر مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د جنگي ماموریت په پای ته رسیدو سره طالب جنگیالیو یو لړ پرمختگوته وکړل، خو ویې نشو کړای چې نیول شوې سیمې د اوږدې مودې لپاره وساتي.

له بلې خوا د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني دا هڅه چې د هیواد شخړه د خبرو له لارې حل کړي تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې او د منتقدینو په وینا دې ته اړتیا ده چې د طالبانو د پرمختگ مخنیوی وشي تر څو د سولې د خبرو لپاره پر یاغیانو فشار راوړل شي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د دوی جگړه ځکه روانه ده چې د افغانستان "اشغال" لا پای ته نه دی رسیدلی.

په داسې حال کې چې طالبان خپل جگړه ییز کمپاین د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو پورې اړوند گڼي، خو جمهور رئیس غني د هیواد د دولتي جوړښت پر سر هر ډول جوړجاړی رد کړی دی او ویلي یې دي چې دا د هغه اساسي قانون سره دی چې د اسلامي ارزښتونو سره مطابقت لري.

XS
SM
MD
LG