د لاس رسي وړ اتصالات

لښکرګاه ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي


دا عکس د هلمند ولایت د مطبوعاتو دفتر له خوا اخیستل شوی، چې په کې افغان ځواکونه د هلمند په مرکز کې لیدل کیږي.
دا عکس د هلمند ولایت د مطبوعاتو دفتر له خوا اخیستل شوی، چې په کې افغان ځواکونه د هلمند په مرکز کې لیدل کیږي.

د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په څنډو کې له څلور ورځنۍ جګړۍ وروسته تیره شپه دغه ولایت ته تازه دمي ځانګړي ځواکونه استول شوي دي.

د هلمند والي حیات‌الله حیات امریکا غږ ته وویل، چي لښکرگاه ښار ته د سلگونو ځانگړو ځواکونو په رسیدلو سره ټاکل شوې چې ژر د دغه ښار په څنډو کې نظامي عمليات پيل شي .

ښاغلي حیات وویل "له مرکز څخه لښکرګاه ښار ته تازه دمي کمانډو او ځانګړي ځواکونه تيره شپه را رسيدلي چي ژر به يې تاسې له پايلو خبر شئ او موږ د نظامي عملياتو د پيل په درشل کي يو".

دا ځانگړي ځواکونه نن هلمند ته په داسې حال کي رسیدلي چې پرون وسله‌والو طالبانو په يوه لويه حمله کې د ښار د دویمې حوزې د پوليسو يو ماموريت تر خپلې ولکې لاندې راوست .

که څه هم د پوليسو ياد مرکز بيرته د افغان ځواکونو له لورې ونيول شو خو په سيمه کې د يوه ځان وژونکي موټر بم په چاودنه کې د مارجې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا د رئيس په گډون پکې لس تنه ووژل شول چې د چارواکو پر وينا ۴ تنه يې ملکي وګړي وو .

د هلمند د امنيتي وضعيت په اړه د هلمند والي حيات الله حيات امريکا غږ ته وويل، د لښکرگاه ښار په هغو سيمو کې چې تیره ورځ وسله‌والو طالبانو بريدونه کړي وو ۳۳ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي .

په لښکرګاه ښار کې د تیرې ورځې ناامنیو له امله پرون باز تړل شوی وو او له ۴۰۰ څخه زیاتې کورنۍ له دغه ښار څخه امنو سیمو ته کډه شوي دي.

خو نن د ښار ځينې دوکانونه بيرته پرانیستل شوي او په واټونو کې د خلکو تگ را تگ پيل شوی .

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان ولي محمد احمدزي امريکاغږ ته وويل چې د لښکرګاه ښار لپاره د قول اردو د مرستيال په مشرۍ د قوماندې مرکز جوړ شوی او ژر به د امنيتي گواښونو د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي .

د جنرال احمدزي پر وینا، د ملکي مرگ ژوبلې د مخنيوي لپاره دوی له عامو خلکو څخه غوښتي چې د فرعي لارو پر ځای پر عمومي لارو تګ راتګ وکړي.
هغه وویل، د ښار د امنيتي کمربند سره نږدې پر فرعي لارو د افغان امنیتي ځواکونو له خوا گڼ شمیر وسله‌وال په نښه شوي دي .

خو وسله‌والو طابانو ادعا کړې، چي د لښکرګاه ښار د امنيتي کمر بند ۵ پوستې يې تيره شپه تر خپل کنټرول لاندې را وستي .

اوس هم د هلمند د مرکز په څنډو کې د بشران، بولان، چاانجير سړک، باباجي کمربند او د هلمند سيند پر غاړه افغان ځواکونه او وسله‌وال طالبان په نښتو بوخت دي او د درنو او سپکو وسلو غږونه اورېدل کیږي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG