د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند د امنیت امر په چاودنه کې ټپي شوی


طالبانو له نږدې یوې اونۍ راهیسې د هلمند ولایت په څو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو عملیات پیل کړي دي.
طالبانو له نږدې یوې اونۍ راهیسې د هلمند ولایت په څو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو عملیات پیل کړي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل، چې په دې پېښه کې درې نور پوليس هم ټپیان شوي دي.

مل پاسوال جیلاني خروټی د لښکرګاه – مارجې ترمنځ د لويې لاري د خلاصون په عملیاتو بوخت وو چې نن څه باندې لس بجې يې د سپرلۍ پر موټر د سړک د غاړې ماین وچاودیده او د نوموړي په ګډون څلور پولیس په کې ټپیان شول.

مل پاسوال جیلاني خروټی تازه د هلمند د امنیت د امر په توګه ټاکل شوی وو .

افغان ځواکونو نن سهار راهیسې د مارجې په مرکز کې د میشتو قواوو لپاره تازه دمو او اضافي ځواکونو لیږدول پیل کړي دي.

د هلمند د امنیت امر تر ټولو لوړ پوړی نظامي منصبدار دی چې د هلمند په تازه جګړو کې ټپي شوی دی .

د هلمند ولایت په تازه نا امنیو کې د نادعلي ولسوالۍ په ګډون په مارجه او ګرشک ( نهرسراج ) ولسوالیو کې د دولت وسله والو مخالفینو د افغان ځواکونو پر مرکزونو بریدونه پيل کړي دي.

افغان حکومت په تیرو دریو ورځو کې دې ولایت ته له کندهار څخه ضربتي او کمانډو ځواکونه د امنیتي حالت د سمون لپاره استولي دي .

مل پاسوال جیلاني خروټ په داسې حال کې ټپي شوی چې د افغانستان دفاع وزارت وایي په هلمند ولایت کې طالبان د ماتې سره مخ شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې طالبانو د کندز ولایت د جګړو په څیر په هلمند ولایت کې هم په یو وار په څو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو په مرکزونو عملیات ترسره کړل، خو پر وینا یې تر اوسه طالبانو له دغو بریدونو څخه څه ترلاسه کړي نه دي.

جنرال وزیري وویل " په هلمند کې سخته جګړه وه، څو ولسالیو کې په نهرسراج کې په ګرشک کې په سنګین کې په نادعلي کې په مارجه کې او د لشکرګاه شاوخوا سیمو کې طالبانو ډیر بریدونه پلان کړې وو، عملیات یې وکړل، خو جګړه ده او هغوی غوښتل چې که چیرې وکولای شي د هلمند ځني سیمي ونیسي، خو زه تاسو ته ویلی شم چې دښمن هلته ماته وخوړه مونږ دا منو چې مونږ هم تلفات لیدلي دي".

جنرال دولت وزیري د هلمند جګړې څخه د طالبانو هدف د ملا اختر محمد منصور د وژل کیدلو پیښې څخه د خلکو پام اړول وښودل او ویې ویل د سیمې استخبارات تر ډیر فشار لاندې وو او پریکړه یې وکړه چې د افغانستان د خلکو او نړۍ د خلکو ذهنیت بدل کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG