د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په ټولو امنو سیمو کې د ګوزڼ واکسین تطبیق شوی


سره له دې چي په هلمند کې دولتي ځواکونه او وسله وال مخالفین د پولیو واکسین یوه بيطرفهسیاسي پروسه بولي ، خو د واکسین د کمپاین مسئولین بیا وايي ، هغو سیمو ته چې همدا اوس پکې جګړې روانې دي د رضاکاران ور تګ ناشونئ دی .

د هلمندولایت د کتلوي معافيت امر ډاکتر عبدالاحد (حازم) وايي ، چې د ګوزڼ واکسين په اوومدور کمپاين کې پنځه زره واکسيناتورانو برخه درلوده او ۷ سوه زره هغو ماشومانو ته، چې عمرونه يې تر پنځو کالو کم وو د ګوزڼ ضد واکسین ورکړی .

دی زیاتوي ، چې دوی په هغو سيمو کې هم دپولیو د واکسين کمپاين عملي کړ ی، کومې چېد دولت تر ولکې لاندې ندي، خو ستونزې يواځې په هغو سيمو کې دي ،چې همد اوس جګړې په کې روانې دي او هلته ته د رضا کارانو لیږل نا شونئ و.

د حازم په وینا ، د واکسین په بهیر کې د کور په کور ګرځيدوپر مهال ډيرئوختونه ددوی رضاکاران دماینونو او جګړوښکارشوي دي .

" که زما لپاره امنیت وي او زه وکلای شم چي باغران ، ديشو او خانشین کې خپله د سترګو لیدلی حال را ټول کړم او تاسې خبریالان له ځان سره ملګري کړم او هلته ولاړ شو ، طبعي خبره ده چې د کار کيفیت به مو په مراتبو تر اوس ښه وي ، نسبت دې ته چې موږ د مانیتوران په خوله حال اخلو ، دا طبعي خبره ده ، چې زموږ په کار کې يې کمزورتیاوېپیدا کړي اوزمونږ د کار په وړاندې ستر ګواښ دی"

ډاکتر حازم زیاته کړه،چېحکومت اووسله والو مخالفينو يې هوکړه کړ‌ېده ، چېد پولیو واکسين يوه غير سياسي پروسه ده ، بايد په ټول هېواد کې عملي او پر وړاندې هېڅ ډول خنډ جوړ نه شي.

سږ کال د هلمند په خانشين ولسوالۍ کې د ګوزڼ يوه پېښه ثبت شوېوه ، چې اوسمهال هم هغه سیمه تر څار لاندې ده.

د هلمند د بیلا بیلو ولسوالیو اوسیدنکي وايي ، چې خلک د واکسين په اهميت پوه شوي اواوس هڅه کوي چېخپلو ماشومانو ته واکسينونونه په خپل وخت ورکړي ، خو روانه نا امني هم ددویلپاره لویه ستونزه ده .

"جنګونه دي د جنګ حالت دی،معلومات يې چندان نه راته کیږي ، د شري ، توري غاړي او نورو مرضونو لپاره واکسین ښه دی ،مخکي نه وو واکسین منګر اوس شته او زموږ سیمو ته هر وخت راځي " .

د هلمندولایت روغتیا چارواکي زیاتوي ، چې په فراه ولایت کې د پولیو د دوو مثبتو پېښو له امله ، د دوی ډير پام د نوموړی ولایتنږدې سیموته دی اوهم یې وقایوي تدابیر ورته کلک کړي .

دوواړې پېښي د فراهپه ګلستان ولسوالۍ کې ثبت شوي چي د ولسوالۍګڼ کلي يې له هلمند سره نږدې پراته دي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG