د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې د برتانیې د محاربوي ماموریت پای


برتانیې نن د افغانستان په جنوب کې خپل محاربوي ماموریت پای ته ورساوه او د هلمند ولایت څخه په په بشپړه توګه ووتل چې په دې توګه یې د ښوراب په پوځي اډه کې چې د بسټن د پوځي قرارګاه په نامه یادیده خپل ملي بیرغ را کښته کړ.

تر امریکا را وروسته برتانیا دوهم ستر هیواد و چې په افغانستان کې يې تر لس زره پوري عسکر لرل .

د برتانیا په ۸ کلن نظامي ماموریت کې ۴۵۳ بریتانیوي عسکر وژل شوي دي چي د تلفاتو لویه برخه يې په هلمند کې وه .

د هلمند د ښوراب په پوځي اډه بسټن کې چې د بریتانوي قواو د قوماندې اصلي مرکز و، نن یې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د خپل ملي بیرغ په راکښته کولو سره د خپل نظامي ماموریت د پای ته رسیدلو اعلان وکړ.

د هلمند د مرکز تر څنګ، ناد علي، موسی کلا، سنګین او ګرمسیر هغه سیمې دي چي بریتانوي نظامیانو پکښې زیات تلفات ورکړل.

د برتانیا د نظامي ماموریت د پای ته رسیدلو مراسمو ته په افغانستان کې د ایساف د قواوو عمومي قوماندان جنرال کېمبل او د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي هم ورغلي وو.

د بریتانوي نظامیانو وروستۍ لوا له هلمند څخه را وتلې او اوس به د کندهار له لاري تر راتلونکو څه باندي ۲ میاشتو پوري خپل هیواد ته ستنېږي .

د هلمند د ښوراب په نومد پوځي اډې ټوله مشري اوس د افغانستان د ۲۱۵ میوند قوال اوردو قومانداني کوي. د یادي پوځي اډې یوه برخه د امریکا تر مشرۍ لاندې د لیدرنیک په نوم اداره کیده چي ۸ اونۍ مخکې افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

د ۲۱۵ میوند قوال اوردو قوماندان تورنجنرال سید ملوک وايي چي د نړیوالو ځواکونو له لوري ور سپارل شوي تاسیسات د دوي ټولې ستونزي حلوي.

نوموړی زیاتوي چي له هلمند څخه د بریتانوي قواوو له وتلو سره سم پدې ولایت کې اوس هیڅ بهرني عسکر نشته او له دې پرته له تیرو ۱۸ میاشتو راهیسي د امنیت ټولې چاري افغان ځواکونو مخ ته وړې .

جنرال ملوک وویل " په باسټن کې د الوتکو میدان شته، د پوځي تمریناتو لپاره میدانونه او پولیګون شته چي موږ به ورڅخه استفاده کوو. د نړیوالو قواو ځای اوس افغان سرتیرو نیولی چي پر ځای يې اوس هلمند په خپل تشکیل کې قوال اوردو لري او دا دی اوس نو زیاته موده وشول چي د امنیتي چارو مشري موږ خپله کوو او نړیوالو عسکرو را سره هیڅ رول نه درلودی . ولي له شک پرته د نړیوالو نظامیانو قربانۍ هیڅ کله هم د هلمند په امنیت کې له پامه نشي وتلای."

برتانیا په هلمند کې د بیا رغوني په چارو کې هم د پام وړ چارې تر سره کړي چي په تیرو ۱۳ کالو کې يې له افغانستان سره د ټولي مرستي اندازه ۲۰ میلیارده پونډه ښودل کیږي .

د هلمند عام خلګ هم له خپل ولایت څخه د بهرنیو نظامیانو د وتلو هرکلی کوي او دا په خپل هیواد کې د جګړې د یوې پلمې د پای ته رسیدو په معنا تعبیروي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG