د لاس رسي وړ اتصالات

په هلمند کې په چاودنو کې پنځه کسه وژل شوي دي


archive
archive
د حکومت چارواکي وایي چی نن دپنجشنبې په ورځ په هلمند کې د سړک پر غاړه په دوو غبرګو چاودنو کی ۵ کسان وژل شوي دي او ٣ تنه ټپيان شوي دي.

کله چې د مسافرینو نه ډک یو موټر د سړک غاړې پر بم ور برابر شو او چاودنه وشوله نو دوو پولیسانو د مرستې لپاره ځانونه سیمې ته ورسول چې بله چاودنه وشوله او دواړه پولیسان په کښي ووژل شول.

د هلمند ولایت یوه ویاند عمر ځواک وویل چې دغه پیښي سهار مهال رامنځ ته شوي دي. ځواک وویل چې وژل شوي پولیس د ملي پولیسو دهغې خاصې ډلې غړي وو چې ناټو ورته روزنه ورکړې وه. یو پولیس په دغه پیښه کې زخمی شوی دی.
XS
SM
MD
LG