د لاس رسي وړ اتصالات

برتانوي قواوو د سنګین ولسوالي پرېښوده


برتانوي قواوو د هلمند ولایت د سنګین د ولسوالۍ د امنیت ساتنې مسؤلیت امریکایي قواوو ته وسپاره. دغه ولسوالي په افغانستان کې یوه تر ټولو خونړۍ سیمه ګڼل کیږي.

د تیرو څلورو کالونو راپدیخوا برتانوي قواوې د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې دیره وې چې په همدې مودې کې هلته د هغوي 106 تنه عسکر هم وژل شويدي. خو برتانوي قواوو نن د دوشنبې په ورځ د سنګین د ولسوالۍ د امنیت ساتنې مسؤلیت امریکایي عسکرو ته وسپاره.

هغه زر تنه د برتانې سمندري عسکر چې د سنګین په ولسوالۍ کې دیره ؤ، هغوي به د هلمند ولایت مرکزي سیمو ته واستول شي.

د سنګین په ولسوالې کې د برتانوي قواوو قوماندان ډګروال پال جیمز چې نن د دوشنبې په ورځ یې د بي بي سي سره خبرې کولې، وویل چې برتانوي قواوو هلته د سولې او امنیت په راوستلو کې پرمتګ کړیدی.

" زما په اند د دې خبرې منل ضروري دي چې د سنګین په ولسوالۍ کې د حکومت دارۍ د پرمختګ او ساتنې لپار کار شویدی، د پرمختګ د چارو لپاره هم کار شویدی او اوس هر څه مخ په ښه کیدو روان دي. "

ډګروال پال جیمز وایي چې تر ټولو مهم کار یې په سیمې کې د افغانستان امنیتي قواوو ته روزنه ورکول ؤ.

" د سنګین په ولسوالۍ کې بریالیتوت او پرمختګ د برتانوي او امریکایي قواوو کار ندی بلکه هلته د افغانستان د امنیتي قواوو پرته بل هیڅوک نشي کولی چې پرمختګ او بریالیتوب راولي. "

د برتانې د عسکرو د دریو څخه یوه برخه یې په همدغه ولسوالۍ کې وژل شویدي. د برتانې د ناټینګام په پوهنتون کې د سیاسي چارو کارپوه سټیون فیلډنګ وایي چې د دغې خونړۍ ولسوالۍ نه د برتانوي عسکرو وتل به د برتانې د ولس لپاره یو ښه خبر وي. ښاغلی فیلډنګ وایي چې د څو کالونو راپدیخوا د افغانستان د جګړې لپاره د برتانې د ولس ملاتړ کم شویدی.

" زه فکر کوم هر څوک همدا پوښتنه کوي چې مونږ د څه لپاره افغانستان ته تللي یو خو مونږ تر اوسه هم پدې نه یو پوه چې مونږ هلته ولې تللې یو. "

د برتانې پوځ ویلي دي چې هغوي خپل عسکر د سنګین د ولسوالۍ نه پدې خاطر وباسي چې د هلمند په ولایت کې د عسکرو موازینه د سره برابره کاندي. او بله دا چې پدې کار سره به برتانوي قواوو ته دا فرصت ورکړل شي چې خپل پام د هلمند ولایت مرکزي سیمو ته واړوي.

خو کله چې د همدې کال د جولای په میاشت کې د برتانې پوځ د سنګین د ولسوالۍ نه د خپلو عسکرو د ایستلو اعلان وکړ نو طالبانو ویلي یې ؤ چې برتانیه خپل عسکر د هغوي د حملو له لاسه وباسي. طالبانو همدارنګه ویلي ؤ چې د سنګین ولسوالۍ نه وتل د برتانوي عسکرو د ماتې خوړولو پیل دی.

خو د سیاسی چارو کارپوه فیلډنګ په پای کې وایي چې امریکا او برتانیه دواړه غواړي چې د افغانستان نه د عسکرو د ایستلو بنسټ کښیږدي او وایی زه فکر کوم چې دا به د خطرناکو سیمو نه د برتانوي عسکرو د ایستلو یوه پروسه وي.

د برتانې صدراعظم ډیوډ کیمرون هم ویلي دي هیله لري چې د افغانستان نه به برتانوي عسکر تر کال 2015 پورې واوځي.

XS
SM
MD
LG