د لاس رسي وړ اتصالات

قهرمان: د هلمند دوبی به خوږ او خوشاله وي


جبار قهرمان پنځه اونۍ مخکې د هلمند ولایت د امنیتي قواوو ترمنځ د همږغۍ د مسئول په توګه دنده پيل کړه.

جبار قهرمان پنځه اونۍ مخکې د هلمند ولایت د امنیتي قواوو ترمنځ د همږغۍ د مسئول په توګه دنده پيل کړه.

د هلمند لپاره د نظامي قواوو د همږغۍ مسئول جبار قهرمان وايي چي د دولت له وسله والو مخالفینو سره تر اړیکو وروسته، اوس دې پايلي ته رسیدلی چي جګړه د حل لاره نه ده.

ښاغلي قهرمان امریکا غږ ته وویل چې په امنیتي برخه کې له ده سره سل په سو کې همکاري نشته، ستونزې سته، خو دومره لویې نه دي چې دی ناهیلي شي.

قهرمان وایي "د ولس او مخالفینو سره خبرو ښه نتیجه ورکړې ده."

دی زیاته وي چې مسلح ځواکونه غښتلي شوي دي او هماهنگۍ ډیریره شوي ده، او په دې ډاډه دی د هلمند راتلونکی دوبی به ډیر امن، خوږ او خوشاله دوبی دي.

زموږ همکار عزیزالله پوپل هلمند ته تللی او په پيل کي يې له ښاغلي قهرمان څخه د هلمند د امنیت په اړه پوښتلي دي.

د مرکې د لیدلو د پاره په لاندې انځور کلک وکړی:

XS
SM
MD
LG