د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند په تازه نښتو کې ٨ تنه وژل شوي


د هلمند د ولایت چارواکي وایی چی په نوو شخړو او جگړو کی اته ملکي خلک وژل سوي دي.

نطاق داود احمدي نن د پنجشنبې په ورځ وویل چی کله چی په مارجه کی د افغان امنیتی قواو او یاغیانو تر منځ جگړه ونښته او ځیني ملکیان په دې جگړه کی بند پاته شول. څلور کسان په کی ووژل سول. او څلور تنه نور هغه وخت مړه سول چی موټر یې د نوزاد په ولسوالي کي د سړک په غاړه په ښخ سوی بم وربرابر سو.

احمدي وویل چی دغه دواړي پېښی ددې هفتې په سر کی سوی دي.

امریکا د تیري فیبروري په میاشت کی د طالبانو نه د مارجې د بیا نیولو د پاره د مشترکو عملیاتو په نامه یو لړ حملې وکړې.

چارواکو وویل چی ددې عملیاتو هدف دا و چي په دغه ځای کی چی د یاغیانو ستر مورچل و، هغوی ته لویه صدمه ورسوي، مگر د افغانستان په جنوب کی د برتانوي قواو عمومي قوماندان تیره هفته وویل چی نوری درې یا څلور میاشتي په کار دي چی دغه سیمه د طالبانو د تسلط نه وژغورل سی.

XS
SM
MD
LG