د لاس رسي وړ اتصالات

د لښکرګاه امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو


A Kashmiri boy cries after a traditional health worker uses leeches to suck blood as part of treatment, on the outskirts of Srinagar, India.
A Kashmiri boy cries after a traditional health worker uses leeches to suck blood as part of treatment, on the outskirts of Srinagar, India.

په افغانستان کې له نړیوالو قواوو څخه افغان ځواکونو ته د امنیت د مسولیتونو د انتقال په لړ کې نن د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

افغان امنیتي ځواکونو نن په لښکرګاه کلک امنیت نیولی و. د لښکرګاه ښار په هغو اوو سیمو کې راځي چې د امنیت چارې یې له نړیوالو ځواکونو څخه افغانانو ته سپارل کیږي.

د بامیانو د ولایت او د لغمان د مرکز مهترلام وروسته اوس د هلمند د مرکز لښکرهار د امنیت ساتنه افغانانو ته سپارل کیږي.‌

په هلمند کې چارواکي وايي،‌ ددې امکان شته چې طالبان ددغه بهیر د ګډوډولو لپاره نورې حملې وکړي.‌خو په لښکرګاه کې له دې یوه ورځ مخکې وضعیت ښه وو. بازار له خلکو ډک و او هر چا خپل روزګار کاوه.

چارواکو وویل، د دوشنبې په ورځ دلته یوه یاغي پولیس لومړی خپل اوو نوري ملګري پولیس مسموم کړل او بیا یې ووژل.

له نړیوالو قواوو څخه افغانانو ته د لښکرګاه د امنیت سپارل تر ډیره سمبولیک اقدام بلل کیږي ځکه چې دا سیمه ډیر وخت د طالبانو قوي مرکز و او د ملک په سختو ناامنو ولایتونو کې شمیرل کیږي.‌

د هلمند والي ګلاب منګل وویل، طالبان به ددې لپاره نور بریدونه وکړي چې د امنیت د انتقال بهیر ټکنی کړي.

ګلاب منګل وايي: "یقینا، طالبان به دا هڅه کوي چې د انتقال بهیر وځنډوي. که په کابل او نورو ځایونو کې وروستیو پیښو ته وګورو دا په انتقال پورې اړه لري. طالبان غواړي خلکو ته غلطه مفکوره ورکړي او خلک دې بهیر ته د شک په سترګه وګوري. دوی د امنیت د انتقال د بهیر د ګډوډولو هڅه کړې او بیا به یې کوي خو موږ دغه ډول بریدونو ته چمتو یو."

د سه شنبې په ورځ سهار د لښګرګاه ښار ته نږدې په بولان کې د پولیسو له یوې پوستې سره د بم چاودنه وشوه خو مرګ ژوبله یې نه لرله. والي ګلاب منګل وويل، د لښکرګاه د امنیت سپارل یو مهم ګام دی او افغان ځواکونه دغه کار ته پوره چمتو دي. ښاغلي منګل وویل، دی تمه لري چې څو میاشتې وروسته به ددې بهیر په دوهمه مرحله کې د هلمند پاتې ولسوالۍ هم افغان څواکونو ته وسپارل شي.

والي ګلاب منګل وايي،‌دی یقین لري چې تر ۲۰۱۴ کال پورې به د ټول ملک امنیت افغانانو ته سپارل کیږي خو دی زیاتوي،‌بهرني هیوادونه باید پر خپلې ژمنې ودریږي، افغان پوځ تربیه کړي او پرمختللې وسلې ورکړي.

ښاغلی منګل وايي: "موږ د انتقال بهیر پیل کړ او زه باور لرم چې تر ۲۰۱۴ به ټول هیواد افغان مسوولینو ته سپارل کیږي. خو بیا هم، زموږ نړیوال دوستان باید پخپله هغه ژمنه ودریږي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او په نویو وسلو د تجهیزولو په برخه کې یې کړې ده."

افغان ځواکونه دا وخت هغسې د مرمۍ ضد وسایط، پرمختللې توپچي او هوايي‌ځواک نلري چې د ناټو عسکر یې له طالبانو سره په جګړه کې استعمالوي.

د امنیت خرابېدل

له هغه وخت راهیسې چې جمهوررئیس کرزي افغان قواو ته د امنیت د انتقال لومړی پړاو اعلان کړی او له افغانستان څخه د ناټو د عسکرو وتل پیل شوي، ورسره په هیوا کې مرګ ژوبله هم زیاته شوېده.

اشرف غني احمدزي د سه شنبې په ورځ وویل، د مرګ ژوبلې له زیاتیدلو سره سره به افغان قواوې په بشپړه توګه ددې جوګه وي چې په هغو ۷ سیمو کې امنیت هغوی ته سپارل کیږي، خپل مسوولیتونه ترسره کړي. نوموړی د امنیت د انتقالي بهیر مشرتوب په غاړه لري.

افغان ځواکونو ته د لښکرګاه سپارل د انتقال د جریان په لړ کي وروستی اقدام دی چې په داسي حال کي ترسره کیږي چي نړیوالي قواوې د افغانستان نه په وتلو شروع کوي.

امریکایي قواو پرون د سه شنبې په ورځ په مهترلام کي د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې ددغه نسبتا ارام ښار کنټرول افغان قواو ته وسپاره.

دا د هغه پلان لومړی پړاو دی چي غواړي په راتلونکېو درو کالو کي د افغانستان ټول کنټرول پکې افغاني قواو ته وسپارل شي.

ټاکل شوې نړیوال عسکر د ٢٠١۴ کال تر پاي پورې په بشپړه توګه د افغانستان نه ووځي او ځینو دغو عسکرو خو همدا اوس لا په وتلو پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG