د لاس رسي وړ اتصالات

د مارجې پخوانی ولسوال او د ناټو درې عسکر وژل شوي


د مارجې پخوانی ولسوال او د ناټو درې عسکر وژل شوي

د مارجې پخوانی ولسوال او د ناټو درې عسکر وژل شوي

د افغانستان د کورینو چارو وزارت وایی وسلوالو سړیو، د لښکرګاه په کارته لګن کې د شنبې په شپه د مارجې پخوانی ولسوال حاجی عبدالظاهر وژلی دی.

جمهور رییس حامد کرزي د یوې خبرپاڼې له لارې د هغه وژنه غندلې ده.

په بل خبر کې ناټو ویلي د هغوئ دری عسکر د افغانستان په جنوب کې د سرک غاړی په بمي چاودنه کې وژل شوي. ناټو ویلي یو عسکر یې نن یکشنبې او دوه نور یې د شنبې په ورځ وژل شوي وو.

ناټو ددې چاودنو ، یا د خپلو وژل شوو غړو د هویت په باره کی نور معلومات نه دي څرگند کړي.

بل خوا د حکومت وسله والومخالفينو د ننګرهار ولايت د دره نور په ولسوالۍ کې د پوليسو پر يو رينجرموټر د شنبې په سهار بريد وکړچې په ترڅ کې يې څلور تنو پوليسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

عيني شاهدان وايي چې بريد کوونکيو لومړى د پوليسو پر موټر د سپکو وسلو له برید وروسته د درنو وسلو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې څلور تنه پوليس ځاى پرځاى ووژل.

خو ددغه ولايت وياند احمدضياعبدالزى بيا وايي چې په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او درې تنه نور زخميان شوي دي.

دى وايي د پوليسو پر موټر دغه بريد د يادې ولسوالۍ د سورج په سيمه کې هغه مهال رامنځته شو چې پوليسو غوښته له ولسوالۍ نه د جلال اباد پر لور راشي.

XS
SM
MD
LG