د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند ولایت په چاودنو کې ۱۹ ملکیان وژل شوي


د هلمند ولایت په چاودنو کې ۱۹ ملکیان وژل شوي
د هلمند ولایت په چاودنو کې ۱۹ ملکیان وژل شوي

د هلمند په ولایت کې د سړک د غاړې د بمونو په دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۹ ملکیان وژل سوي دی.چارواکي وایي چې لومړۍ پیښه نن سهار هغه وخت وسوه چی د نهر سراج د ولسوالۍ په مربوطاتو کی یو موټر په یوه ایښول سوي بم وربرابر سو.

په دغه موټر کې ۱۸ سپاره کسان وژل سوي دي. په وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل وو.

دوهمه چاودنه بیا د هلمند د ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې سوی چې یو ملکي کس پکښی ووژل سو او څلور نور ټپیان سول. دغه پیښه هغه وخت رامنځ ته سوه چې یو ترکتور په یوه پټ سوي ماین باندې وربرابر سو.

د پیښی مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. خو چارواکي وایي چې کله چي امنیتی ځواکونو غوښتل چی د چاودنې ځای ته ځانونه ورسوي نو یاغیانو ورباندې برید وکړ. سمدستي معلومه نه ده چی آیا امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتی او که نه.

ولسمشر کرزي او نړیوال ایتلاف د نهر السراج پیښه غندلې ده.

د ملکرو ملتونو په ورستي راپور کی راغلي دي چې د روان کال په لومړیو ښپږو میاشتو کې د ملکیانو په خلاف د زورزیاتي پیښې ۱۵ فیصده ډیري سوې چی په لړ کی یی د ۱۴۰۰ نه ډیر ملکي کسان وژل سوی دی. ملګري ملتونه دا هم وایي چی په تیرو ښپږو میاشتو کی د سړک د غاړی بمونو تر بل هر څه ډیر ملکیان وژلي دي.

که څه هم چې طالبان د هغو پیښو چی ډیر ملکي کسان پکښي وژل سوی وی مسولیت په غاړه نه اخلي خو د سړک د غاړې ننۍ چاودنې د هغه پلان سوی برید نه ورسته کیږي چی طالبانو پرون په ترینکوټ کې وکړې.

پرون، د ځانمرکو برید کوونکو یوې ډلې د روزګان د ولایت په مرکز ترینکوټ کې په دولتي ځایونو بریدونه وکړل. په دغه بریدونو کې ۱۹ کسان ووژل سول او ۳۷ نور بیا ټپیان سول.

XS
SM
MD
LG