د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې پر پولیسو نن بیا خونړی برید وشو


هلمند کې پر پولیسو نن بیا خونړی برید وشو
هلمند کې پر پولیسو نن بیا خونړی برید وشو

د هلمند ولایت په لښکر ګاه ښار کې پر یوې پوځي پوستې برید شوی چی له امله یې اته پولیسان وژل شوي دي.

سیمه اییز چارواکی وايي دا برید نن سهار وشو او په پېښه کې درې تنه نور ټپي شوی او یو بل پولیس لادرکه دئ.

پرون سهار هم یوه انتحاري برید کونکي، یوی بېلی پوستې ته نږدې په برید کې دوه پولیسان له منځه یوړل او څو تنه نور یی ژوبل کړل.

ددې بریدونو پړه طالبانو په غاړه اخیستې ده.

لښکرګاه د هغو اتو سیمو نه یوه ګڼل کیږي چې په تیر جولای کې د امنیتي چارو مسولیت د بهرنیو ځواکونو څخه افغان پوځیانو ته وروسپارل شول.

بلخوا د ایساف اعلامیه وایي چې د ننگرهار په اچین ولسوالی کې یې ګڼ شمیر وسله وال مخالفان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG