د لاس رسي وړ اتصالات

زیړی هره ورځ ۳۵۰۰ انسانان مړه کوي - روغتیا نړیوال سازمان


د راکفیلر پوهنتون د څېړنو څانګې په دې تصویر کې تر مایکروسکوپ لاندې د سپین زیړي ویروس ښودل شوی.
د راکفیلر پوهنتون د څېړنو څانګې په دې تصویر کې تر مایکروسکوپ لاندې د سپین زیړي ویروس ښودل شوی.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د زیړي له کبله په نړیواله کچه د انسانانو مړینه په زیاتېدو ده او د مخنیوي دپاره یې بیړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ سه اپریل ۹ (وري ۲۱) د یوې تازه سروې په پایله کې، د زیړي رنځ مختلف ډولونه په نړۍ کې د دوهم ترټولو وژونکي ویروسي ناروغۍ په توګه یاد کړل چې هره ورځ د لږ تر لږه ۳۵۰۰ انسانانو د مړینې لامل کیږي.

په ۱۸۷ هېوادونو کې د ترسره شوې سروې له مخې، د زیړي له کبله په ۲۰۱۹ کال کې د انسانانو د مړینې شمېره ۱.۱ میلیون وه چې په ۲۰۲۲ کې ۱.۳ میلیون ته لوړه شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان دا ارقام په داسې حال کې خپاره کړي چې د زیړي د ناروغۍ د مخنیوي دپاره روانه اوونۍ په پرتګال کې غونډه جوړیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ایډز، هیپاټایټس (زیړي) او د جنسي انتقالي انتاناتو د پروګرامونو مشرې میګ ډورټي په یو خبري کنفرانس کې وویل، دا "خطرناک بهیر دی."

په راپور کې ویل شوي چې په ټوله نړۍ کې هره ورځ د ۳۵۰۰ کسانو د مړینې د ۸۳ سلنې لامل تور زیړی (هیپاټایټس بي) او د ۱۷ سلنې لامل سپین زیړی (هیپاټایټس سي) دی.

داسې اغیزمن او ارزانه عام درمل شته چې کولی شي د دې ویروس درملنه وکړي.

خو په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۲ ترپایه په مزمن تور ړیزي د اخته ناروغانو یوازې درې سلنې د ویروس ضد درملنه ترلاسه کړې ده.

په سپین زیړي د اخته ۱۲.۵ میلیون ناروغانو یوازې ۲۰ سلنې درملنه ترلاسه کړې ده.

ډورټي وویل: "دا پایلې د له هغه نړیوالو اهدافو څخه خورا ټیټې دي چې له مخې یې باید تر ۲۰۳۰ پورې په مزمن تور او سپین زیړي د اخته ناروغانو ۸۰ سلنه درملنه ترلاسه کړي."

که څه هم په زیړي د اخته کېدو عمومي کچه یو څه راټیټه شوې ده، خو د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم ګیبریسوس ټینګار وکړ چې وروستی راپور "یو ځورونکی وضعیت انځوروي."

هغه په یو بیان کې وویل: "په نړیواله کچه د هیپاټایټس ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د پرمختګ سره سره، د مړینې کچه په ډیریدو ده ځکه چې په زیړي د اخته ډیرو لږو ناروغانو تشخیص او درملنه کیږي."

په راپور کې ویل شوي چې په تور زیړي د تازه اخته شویو ناروغانو ۶۳ سلنه په افریقا کې دي خو په دغه لویه وچه کې په هرو پنځو نویو زیږېدلو ماشومانو کې یوازې یو واکسین کیږي.

د ملګرو ملتونو ادارې خواشیني څرګنده کړې چې اغیزمن شوي هیوادونه د زیړي عمومي درملو ته کافي لاسرسی نلري او ډیری وختونه د دغو درملو د ترلاسه کولو دپاره له اندازې ډیرې پیسې لګوي.

د راپور له مخې، د زیړي د ټولو پیښو دوه پر دریمه برخه په بنګله دیش، چین، ایتوپیا، هند، اندونیزیا، نایجیریا، پاکستان، فلیپین، روسیه او ویتنام کې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په بیان کې ویل شوي: "د زیړي په وړاندې د نړیوال غبرګون د ثابت ساتلو دپاره لازمه ده چې په افریقا کې د اقداماتو ترڅنګ، تر ۲۰۲۵ پورې په دغو لسو هیوادونو کې مخنیوي، تشخیص او درملنې ته نړیوال لاسرسی یقیني شي."

له نري رنځ (توبرکلوز) وروسته زیړی په نړۍ کې تر ټولو وژونکې ویروسي ناروغي بلل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG