د لاس رسي وړ اتصالات

د هرات د ولایتي شورا یو غړی په مرګ محکوم شو


محکمې د هرات د ولایتي شورا غړی د انسانانو په تښتول او قتل محکوم کړل
محکمې د هرات د ولایتي شورا غړی د انسانانو په تښتول او قتل محکوم کړل

د هرات د ولایتي شورا یو غړی د انسان تښتونې او قتل په تور په مرک محکوم شو.

د هرات ښاري محکمې د ولایتي شورا غړی حاجي عسکر انوري ته د سه شنبې په ورځ په یوې علني محکمې کې د مرګ سزا ورکړه.

پر ښاغلي انوري تور دی چې په هرات کې د انسان تښتونې یوه ډله لري، دغې ډلې څه موده مخکې یو ځوان تښتولی و، چې بیا یې د خوشې کېدو لپاره ۳۰زره ډالره وغوښتل، ډالر یې واخیستل خو ځوان یې وواژه.

امنیتي ځواکونو له دغې پېښې وروسته، حاجي عسکر انوري بې وسله کړ او بیا یې ونیوه. هغه مهال د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزي د خپل دغه همکار نیول د قانون خلاف وبلل او ویې غندل.

له ښاغلي انوري سره دوه تن نور هم د یو او ۱۱ کلونو په بند هم محکوم شول.

پر ښاغلي انوري تور دی، چې د دغه ځوان په تښتولو او وژلو کې لاس لري
پر ښاغلي انوري تور دی، چې د دغه ځوان په تښتولو او وژلو کې لاس لري

د هرات د ښاري محکمې مشر محمد شعیب ابراهیمي دغه کسان د کورني امنیت ضد فعالیتونو باندې له تورنولو وروسته محکوم کړل.

محکومانو او خپلوانو یې د هرات د ښاري محکمې پرېکړه ونه منله او وویل چې ددغې پرېکړې پر ضد به د استیناف محکمې ته عریضه وکړي. د هرات د ښاري محکمې پرېکړه وروستۍ نه ده.

په هرات کې په دې وروستیو کې د اختطاف پېښې زیاتې شوي دي. شاوخوا دوه میاشتې مخکې د هرات ابتدايي محکمې ۱۳ تنه نور هم د انسانانو د تښتولو په تور په مرګ محکوم کړل.

XS
SM
MD
LG