د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کې انتخاباتو کې د جعلکارئ نوي شواهد


په هرات کې انتخاباتو کې د جعلکارئ نوي شواهد
په هرات کې انتخاباتو کې د جعلکارئ نوي شواهد

د افغانستان د انتخاباتو کمسیون وایی د هغو ادعاگانو تحقیق کوی چه وایی حکومتی مامورینو د انتخاباتو د چارو د کارگرانو باندی فشار اچولی دی چې د سپتمبر د میاشتی د پارلمانی انتخاباتو نتیجی واړوی.

دغه کمسیون وایی دوی ته یو شل دقیقه یی، فیته چې اواز په کې ثبت دی، ور رسیدلی.

په فیته کې یو مامورد انتخاباتو کارکوونکي ته وایي چې د انتخاباتو گټونکي کاندیدان د لیست نه وباسه.

دغه کست اول د افغانستان په تلویزیونکی خپور شو، او وروسته بیا د امریکا مطبوعاتو ته ورسیده.

د سپتمبرد میاشتی انتخابات د ټگی برگی له امله داغداره شویدی.

د یکشنبی په ورځ لس گونو وکیلانو او ناکامو کاندیدانو په کابل کی احتجاجی مظاهره وکړه، انتخابات یې وغندل او د حکومت نه یی وغوښتل چه د سره انتخابات وکړی.

د انتخاباتو مامورینو د شپږ اعشاریه پنځو ملیون رای ورکوونکو ، قریب څلورمه برخه رای د ټگی برگی اونورو سرغړونو له امله باطلی کړی.

XS
SM
MD
LG