د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د سپرلۍ په موټر کې خونړۍ چاودنه


هرات کې د سپرلۍ په موټر کې خونړۍ چاودنه
هرات کې د سپرلۍ په موټر کې خونړۍ چاودنه

د افغانستان د حکومت ماموران وايي چې نن د هرات په ولاېت کې د سړک په غاړه په یوه واړه سرویس موټر کې د بم د چاودنې له امله د یوې کورنۍ ١۴ تنه وژل شوي دي. موټر د سورلیو نه ډک وو.

د هرات د ولایت ېوه ویاند وویل چې ۴ کسان په چاودنه کې زخمیان شوي دي. د بم چاودنه د هرات په هغه سرحدي سېمه کې شوې ده چې د ترکمنستان سره نژدې پرته ده.

له بلې خوا د افغانستان د دفاع د وزارت ماموران وایي چې د ناټو دهوایي قواو په یوه اشتباهي بمبارۍ کې د افغان پوځ ۴ تنه عسکر وژل شوي دي. د دفاع وزارت ېوه ویاند نن وویل چې عسکرو نن په هلمند کې گزمه کوله چې د ناټو الوتکو پرې حمله وکړه. ویاند وویل چې پېلوټانو پرې د طالبانو گومان کړی وو.

دAP خبري اژانس دناټو د تړون د یوه ویاند له قوله راپور ورکوي چې د دغې پېښې د پلټلو لپاره ېو پلاوی لېږل شوی دی. ویل کېږي چې د ناټو دهوایي قواو په یوه حمله کې چې د سه شنبی په ورځ یې په هلمند کې وکړه، یو ملکي سړی وژل شوی او ٢ تنه ماشومان زخمیان شوي دي. ناټو وویل چې ددغې پېښې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG