د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات ولایت کې د ملي جبهې پر غونډې بمي چاودنه شوې


آرشیف
آرشیف
نن د پنجشنبې په ورځ په هرات کې د ملي جبهې د غړو د غونډې په دوران کې چې د ولسمشر حامد کرزي پخوانی مرستیال او د ملي جبهې ریس احمد ضیا مسعود ورته وینا کوله د بم چاودنه شوې تقرېبا ۴ کسان په کښي ټپیان شوي دي.

د هرات دامنیې قوماندان، عبدالحمید حمیدي د امریکا غږ اشنا راډیو دري خپرونې ته وویل چې چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله شوې او غونډې دوام وکړ.

احمد ضیا مسعود په خپله وینا کې په افغانستان کې د جمهوري ریاست پراوسني نظام باندې انتقاد وکړ او د پارلماني نظام د رایجولو غوښتنه وکړله.

همدا راز ښاغلي مسعود پر حکومت تور ولګوی چې د راتلونکي جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د رایوو د ګټلو په خاطر په ځینو ولایتونو کې د طالبانو پر خلاف پوځي عملیات ځنډولي دي.
غونډې ته د ملي جبهې یوه بل مشر محقق هم وینا وکړله. ملي جبهه وایي غواړي چې د هېواد په څو نورو ولایتونو کې هم عین شان غونډې وکړي.
XS
SM
MD
LG