د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران قونصلګرۍ ته د هرات د والي خبرداری


د هرات نوی والي سید فضل الله وحیدي وایي پخپل دفتر کښې یې د ایران د قونصلګرۍ چارواکو ته خبرداری ورکړی دی چې که چیرته د ایران حکومت لخوا افغان مهاجرین وزورول شي او یا شکنجه شي، نو د هغوي سره به یې اړیکې هم خرابې شي.

دا لومړی ځل دی چې د هرات یو سیمه ایز چارواکی د افغانانو سره د ایران د ناوړه چلند په اړه داسې جدي غبرګون څرګندوي.

ښاغلي وحیدي په ایران انتقاد وکړ چې د یوه ښه ګاونډي هیواد د نوم نه په ګټې اخیستو، د څو کالونو راپدیخوا افغانان د جګو ودانیو نه لاندې راغورځوي.

وحیدي ویلي که چیرته د ایران حکومت د بیلا بیلو بهانو په خاطر د افغانانو زورول بند نکړي، نو د هرات په ولایت کښې د ایران د قونصلګرۍ هیڅ کوم چارواکي ته به اجازه ورنکړي چې د هغه دفتر ته ورشي او خپله راشه درشه به هم ورسره کمه کړي.

د هرات والي همدرانګه وویل چې ایران ته د تګ لپاره افغانانو ته ویزې هم د زیاتو پیسو په مقابل کښې ورکول کیږي.

په عین حال کښې د هرات امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صافی وایي د ایران قونصلګري کوښښ کوي چې د کمیشن کارانو له لارې ، افغانانو ته ویزې ورکړي چې دا کار رشوت خورۍ ته لمن وهي.

ښاغلی صافی وایي چې ددې عمل د مخنیوي لپاره یې په تحقیقاتو پیل کړیدي او ډیر ژر به یې مخه ونیول شي.
XS
SM
MD
LG