د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل پوهنتون هربریم ورغول شو


د کابل پوهنتون هربریم ورغول شو
د کابل پوهنتون هربریم ورغول شو

هربریم چې د نباتاتو موزیم ته ویل کیږي. افغانستان یې له ١٩٥٠ کال راهېسې لري.

دغه هربریم اوس د امریکا د متحدو ایالاتو د پرمختیايي ادارې یا یو ایس ای ډي له خوا له سره رغول شوی دی.

د هربریم د بیا رغولو د پروژې مسؤله وايي دا هربریم سم نیم له منځه تللی وو خو اوس په ټولو علمي اصولو او قواعدو احیا شوې، ددې هربریم د هر بوټي معلومات انټرنیټ ته هم ورکړل شوي چې د څېړنې لپاره یې پوره اسانتیا رامنځته کړی.

ډاکټر کاترین شلایډر، د هربریم د رغولو د پروژې مسؤله ده. دا وايي: "هر یو بوټی پدې ټولګه کې او هر فولډر پرانستل شوی، هر بوټی په احتیاط سره پاک شوی، که کوم بوټی له منځه تللی وو او یا صدمه ور رسېدلی وه، مونږ رغولي او په کاغذونو کې مو خوندي کړي بیا مو په نوي فولډر کې اچولي."

XS
SM
MD
LG