د لاس رسي وړ اتصالات

د حکمتیار پلاوی بیا د خبرو لپاره کابل ته راغلی


د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ په خبرو کې د نږدې یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته داسلامي حزب پلاوی نن کابل ته رارسیدلی دی.
د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ په خبرو کې د نږدې یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته داسلامي حزب پلاوی نن کابل ته رارسیدلی دی.

د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب تر منځ د سولې په خبرو کې له یو نیم میاشتني ځنډ وروسته، د دغه حزب مرکچي پلاوی یو ځل بیا د سولې د خبرو د دوام لپاره کابل ته راغلی دی.

شاوخوا دوه نیمې میاشتې مخکې د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې د خبرو لومړی پړاو، د دواړو غاړو ترمنځ د یو ۲۵ ماده ایزه هوکړه لیک په جوړیدو پای ته ورسید او دا سند د افغانستان د سولې د عالي شورا له خوا د افغان حکومت او اسلامي حزب مشرانو ته د وروستیو ملاحظاتو لپاره وسپارل شو.

هغه مهال د افغانستان د سولې عالي شورا اعلان وکړ، چې دواړه غاړې به په دوو اونیو کې د سولې هوکړه لیک له ارزونو وروسته لاسلیک کړي، خو داسې ونشول او له اسلامي حزب سره د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې.

یوې حکومتي سرچینې د روان کال د سرطان میاشتې په لومړیو کې امریکا غږ ته ویلي وو، چې د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې خبرې، د دغه ګوند د نویو وړاندیزونو او شرطونو له امله په ټپه ودرېدلې دي، خو اسلامي حزب دا د نویو شرطونو موضوع په کلکه رد کړې وه.

اوس د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې د اسلامي حزب مرکچي پلاوی بیا کابل ته راغلی دی او ژر به له دغه پلاوي سره د سولې د خبرو لړۍ بیا پیل شي.

د دغې شورا یو مرستیال مولوی عطاالرحمان سلیم چې د اسلامي حزب له پلاوي سره د مرکو مشري کوي امریکا غږ ته وویل، د انجینیر محمد امین کریم په مشرۍ د اسلامي حزب پلاوی نن شاوخوا لس نیمې بجې کابل ته رسېدلی دی.

مولوي سلیم وویل "دغو ملګرو په بیرته راتګ کې لږ ځنډ وکړ، دا دوی پورې اړه لري، چې ولې یې په راتګ کې ځنډ وکړ، خو موږ یې د راتلو تمه درلوده، ښه وشول چې راغلل، موږ د سولې د خبرو د بهیر د دوام لپاره تیاری لرو".

د سولې عالي شورا دغه لوړپوړي چارواکي د اسلامي حزب د پلاوي د اجنډا په اړه او دا چې کوم مسایل به له افغان حکومت سره مطرح کړي، بې‌خبري وښوده.

د اسلامي حزب پلاوي هم د خپل بیرته راتګ په اړه لا تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د ملي یووالي حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د خبرو لومړی پړاو د روان لمریز کال په حمل میاشت کې هغه مهال پیل شوې چې د دغه حزب دوه کسیزه پلاوی کابل ته راغی او د سولې له عالي شورا سره یې مخامخ خبرې پیل کړې.

د دغو خبرو په نتیجه کې افغان حکومت او اسلامي حزب په دریو فصلونو او ۲۵ مادو کې د سولې پر یو هوکړه لیک سلا وکړه خو دواړو خواو تر اوسه په دې اړه موافقې ته رسېدلي نه دي.

XS
SM
MD
LG