د لاس رسي وړ اتصالات

د حزب اسلامي سره د سولې تړون نهایي کیږي


د حزبي اسلامي سره د سولې خبرې د تیرو دوه کالونو راهیسې روانې وې
د حزبي اسلامي سره د سولې خبرې د تیرو دوه کالونو راهیسې روانې وې

سره لدې چې د حزب اسلامي سره د سولې تړون یوه سمبولیک رول لري خو بیا هم د جمهور رئیس اشرف غني د حکومت لپاره د سولې په هلو ځلو کې یوه مهم کامیابي ګڼل کیږي

د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي د ډلې تر منځ د سولې د خبرو تړون پنځه ویشت مادې لري چې یوه کاپي یې د اې پي خبري اژانس هم لیدلي ده.

په تړون کې ویل شویدي چې د حزب اسلامي ډله به د حکومت په خلاف خپله وسله واله مبارزه بندوي، د افغانستان اساسي قانون به مني او د ټولو یاغي ډلو سره به خپلې اړیکې پرې کوي. په بدل کې به یې د حزب اسلامي د ډلې ټول غړي بښل کیږي او هم به یې بندیان د زندانونو نه خوشې کیږي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه مرستیال عطاالرحمان سلیم اې پي خبري اژانس ته ویلي دي چې ښایي د حکومت او حزب اسلامي د ډلې تر منځ د سولې تړون نن د یکشنبې په ورځ نهایي شي.

پدغه تړون د تیرو دوه کالونو راپدیخوا کار کیده. د حزب اسلامي د ډلې یوه جګپوړي استازي امین کریم بیا ویلي دي چې جمهور رئیس اشرف غني به هم دغه تړون ډیر ژر لاسلیک کړي.

داسې ګمان کیږي چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار به په پاکستان کې وي خو ښاغلی کریم وایي چې هغه د افغانستان په یو نامعلوم ځای کې ژوند کوي او د تړون د لاسلیک کولو لپاره به پخپله کابل ته راشي.

حکمتیار چې اوس تقریباً اویا کلن دی نوم یې د امریکا د متحده ایالاتو د تروریستانو په لیست کې دی او ملګرو ملتونو هم هغه په تور لیست کې شامل کړی. د سولې په تړون کې د افغانستان د حکومت نه غوښتل شویدي چې د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره به هلې ځلې کوي.

" په قرارداد کې یو بحث د هغو په سل ګونه زره افغان کډوالو دی چې لا هم په نورو هیوادونو کې پراته دي. مونږ غواړو چې هغوي په عزت او درناوي سره بیرته خپل هیواد ته راستانه شي. مونږ غواړو چې د جګړې اوږدمهاله عوامل له منځه یوسو او په هیواد کې دوامداره سوله راشي. "

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت هم د افغانستان د حکومت او حزب اسلامي د ډلې تر منځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ هر کلی کړی. د حکومت یوه جګپوړي چارواکي چې خپل نوم یې ندی اخیستی، په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې حزب اسلامي باید د نورو یاغي ډلو په شمول په خبرو کې برخه ولري.

امریکایي چارواکو پدې هکله هم تر اوسه څه ندي ویلي چې آیا د حکومت او حزب اسلامي د ډلې تر منځ د سولې د تړون نه وروسته به پدې غور وکړي چې دغه ډله د تروریستي سازمانانو د لیست نه وباسي که نه.

په تړون کې همدارنګه ویل شویدي چې د حزب اسلامي د ډلې مشر ګلبدین حکمتیار سره به د افغانستان په ملي او سیاسي پریکړو کې سلا مشورې کیږي او حکومت به ورته د هغه په خوښه کور او امنیت برابروي.

XS
SM
MD
LG