د لاس رسي وړ اتصالات

د حزب اسلامي ۲ غړي د تروریستانو په لیست کې شامل شول


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د دوه غړیو نومونه د نړیوالو تروریستانو په ځانګړي لیست کې شامل کړل.

د بهرنیو چارو د وزارت په یوې اعلامیې کې ویل شویدي چې " د حزب اسلامي غړيو عبدالله نوبهار او عبدالصبور په افغانستان کې په ځینو بریدونو کې لاس درلود چې امریکایي ځواکونه پکې وژل شویدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پروسږکال د فبروري په میاشت کې اعلان کړی و چې هغه چا ته به درې میلیونه امریکایي ډالر ورکړي چې داسې معلومات ورکړي چې له مخې یې عبدالصبور ونیول شي. د نوبهار د نیولو لپاره بیا د دوه میلونه ډالرو انعام ټاکل شوی و.

عبدالله نوبهار او عبدالصبور دواړه د بمونو د جوړولو ماهرین دي. هغوي د ٢٠١٢ کال د سپټمبر د میاشتې د دوولسمې نیټې په هغه بس په چاودنې کې لاس درلود چې د بهرنیو هیوادونو اتباع پکې د کابل هوایي ډګر ته روان و او دولس تنه پکې ووژل شول.

په عبدالصبور دا تور دی چی د ٢٠١٣ کال د مې په میاشت کې په کابل کې په هغه ځانمرګي برید کې لاس درلود چې د امریکایي ځواکونو د مرمیو ضد یو موټر پکې تباه شو. پدې برید کې دوه امریکایي عسکر، څلور ملکي قراردادیان او د ماشومانو په شمول اته افغانان وژل شوي و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو بهرنیانو نومونه د نړیوالو تروریستانو په لیست کې اچوي چې په تروریستي فعالیتونو کې لاس ولري. او یا د متحده ایالاتو اتباعو، ملي امنیت، بهرنۍ پالیسۍ او یا اقتصاد ته خطر پیښوي.

د نړیوالو تروریستانو په لیست کې د یو چا د نوم شاملول د تروریزم سره په مبارزې کې یوه قوي وسیله ده ځکه چې نړیواله ټولنه ورته متوجه کیږي. اوس ټوله نړۍ خبره شوه چې عبدالله نوبهار او عبدالصبور په تروریستي فعالیتونو کې فعاله ونډه لري.

د نړیوالو تروریستانو په لیست کې د عبدالصبور او عبدالله نوبهار د نومونو زیاتول پدې معنی چې د امریکا په متحده ایالاتو کې د هغوي ټول جایداد او شتمني ضبط کیږي او بله دا چې د امریکا نه هیڅوک د هغوي سره راکړه ورکړه نشي کولی.

XS
SM
MD
LG