د لاس رسي وړ اتصالات

د حزب الله یو لوړپوړی قوماندان په سوریه کې ووژل شو


بدرالدین د سوریې په کورنۍ جگړې کې د حزب الله د لاس وهنې اصلي طرحه کوونکی گڼل کیږي

بدرالدین د سوریې په کورنۍ جگړې کې د حزب الله د لاس وهنې اصلي طرحه کوونکی گڼل کیږي

په سوریه کې د حزب الله د ډلې تر ټولو جګپوړی نظامي قوماندان مصطفی بدردین د بم په یوې چاودنې کې وژل شوی. چاودنه د دمشق د نړیوال هوایي ډګر سره نږدې د دې ډلې په مرکزي دفتر شویده. د بدردین نه مخکې د حزب الله د ډلې پخوانی قوماندان عماد موغنیه هم په 2008م کال کې د بم په چاودنې کې وژل شوی و.

د سوریې په دولتي تلویزیون کې هغه اعلامیه ولوستل شوه چې د بدردین وژل کیدل یې تائید کړیدي.

سره لدې چې د حزب الله د ډلې ځینو مشرانو شک ښودلی چې دغه چاودنه ښایي اسرائیل کړې وي خو یو شمیر نور بیا وایي چې د پیښې په هکله تحقیقات کیږي چې معلومه شي د دمشق هوایي ډګر ته نږدې دغه چاودنه څنګه او چا کړیده.

د اسرائیل د حکومت کوم چاراکي پدې اړه تر اوسه تبصره نده کړې خو د صدراعظم بینجامین نیتن یاهو د ملي امنیت یوه پخواني سلاکار یاکوف امیدرور ویلي دي چې د بدردین وژل کیدل د اسرائیل لپاره ښه خبر دی.

دغه پخواني چارواکي همدارنګه ویلي دي هغوي چې په سوریه کې جګړه کوي، یوازې اسرائیل نه بلکې نور ډیر دښمنان لري.

د حزب الله په یوې اعلامیې کې ادعا شویده چې بدردین د 1982 میلادي کال راهیستې د دې ډلې په اکثرو عملیاتو کې برخه درلوده. په هغه باندې دا تور هم دی چې په 1983م کال کې یې د لبنان په پایتخت بیروت او په 1996 کال په سعودي عربستان کې د امریکا په سفارتو په چاودنو کې لاس درلود.

د کویټ یوې محکمې په 1983م کال کې هغه پدې خاطر په اعدام محکوم کړ چې د سعودي عربستان په سفارت یې برید کړی و او هم یې د کویټ د پخواني امیر سعد جبار الصباح د ترور ناکامه هڅه کړې وه. بدردین بالاخره په 1990 کال کې کله چې عراقي ځواکونو په کویټ یرغل وکړ، د بند نه وتښتید او بیرته لبنان ته ولاړ.

د لبنان د صنایعو وزیر حسین الحاج حسین چې د حزب الله د ډلې غړی دی، د بدرین په جنازه کې یې وویل چې د هغه به د خلکو په یاد کې پاتې وي.


" د حزب الله یو بل قوماندان هم شهید شو او د خپلو نورو ملګرو سره یو ځای شو. خو د ده مرګ به زمونږ د ډلې اراده او حوصله نوره هم قوي کړي چې د اسرائیل او په سوریه کې د سني ملیشو په خلاف تر هغه وخته وجنګیږي تر څو مو چې بری نه وي تر لاسه کړی. "

د ملګرو ملتونو هغه ځانګړې محکمه چې د لبنان د پخواني صدراعظم رفیق هریري د قتل قضیه څیړي، بدردین یې د مشکوکو کسانو په لیست کې تر ټولو مهم کس . هریري په 2005 کال کې په یوې چاودنې کې ووژل شو.

د امریکاد ټونفټس په پوهنتون کې د منځني ختیځ د چارو کارپوه ندیم شهیدي امریکا غږ ته وویل چې بدردین او هغه کسان چې د رفیق هریري په قضیې کې د لاس لرلو شک پرې کیږي، په چټکۍ سره وژل کیږي.

" ټول هغه کسان چې د هریري د قتل سره تړاو لري، وژل کیږي. نو ډیر ژر به په هاګ کې یوه ځانګړې محکمه جوړه شي چې د محاکمه کولو لپاره به پکې څوک نه وي. نو دوی به مجبوره شي چې د محاکمه کولو یو بله لار ولټوي ځکه چې بدردین پدې قضیې کې یو مهم شخص و او دا دی هغه هم ووژل شو. "

د لبنان د پخواني صدراعظم رفیق هریري د قتل په تړاو نور مشکوک کسان هم په مرموز ډول وژل شوي چې د سوریې د استخباراتو د ادارې دوه جګپوړي چاراکي رستم غزاله او جنرال جامع جامع هم پکې شامل و. د بدرین اوښی عماد مغینه هم چې د هریري په وژلو کې تورن، په 2008 کال کې په یوې چاودنې کې ووژل شو.

همداشان د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه وایي چې بدرالدین د ٢٠١١ کال راهیسې په سوریه کې د حزب الله د عملیاتو مسول و.

XS
SM
MD
LG