د لاس رسي وړ اتصالات

سولې شورا د حکمتیار په نویو شرطونو بې خبري ښودلې


له دریو میاشتو راهیسې د افغان حکومت او اسلامي حزب استازي سره د سولې په هوکړې خبرې کوي.
له دریو میاشتو راهیسې د افغان حکومت او اسلامي حزب استازي سره د سولې په هوکړې خبرې کوي.

تیره ورځ د اسوشیټیډ پریس یا ای پي امریکایي خبرې اژانس له اسلام اباد څخه په یو خبر کې ویلي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له خوا د افغان حکومت سره د سولې هوګړې د لاسلیک لپاره نوي شرطونه ایښې دي.

پدغو شرطونو کې د افغانستان د حکومت نه غوښتل شوي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو سره دې ټول امنیتي تړونونه لغوه کړي.

حزب اسلامي همدارنګه غوښتي دي چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش دې د محمد اشرف غني حکومت نه بلکې "یو نوی حکومت لاسلیک کړي."

د حزب اسلامي یو مرکچي د نوم نه ښودلو په شرط ای پي خبري اژانس ته ویلي دغه شرطونه جمهور رئیس اشرف غني ته په یوه لیک کې استول شوي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال او د اسلامي حزب سره د دغې شورا د سولې د خبرو د پلاوي مشر مولوي عطاالرحمان سلیم امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې په رسنیو کې د اسلامي حزب له خوا افغان حکومت سره د سولې د هوکړې د لاسلیک لپاره د نوو شرطونو د وړاندې کولو په هکله په خپرو شوو رپوټونو بې خبري وښودله، خو وې ویل چې د اسلامي حزب پلاوي جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د دغه حزب د مشر ګلبدین حکمتیار د لیکلي پیغام د سپارلو وروسته دا پلاوی له کابل څخه بیرته ستون شوی دی.

مولوي سلیم وویل " لکه چې مې مخکې وویل زه له نوو شرطونو خبر نه یم، فقط دومره چې د اسلامي حزب پلاوی راغلی وو او ټاکل شوې وه چې د بهیر د دوام لپاره مونږ ورسره خبرې کړې وې. خو هغوی چې راغلل ویل یې چې مونږ د ښاغلي حکمتیار له خوا جمهور رئیس صاحب ته پیغام له ځان سره لرو، پیغام یې هم لیکی پیغام وو، چې د سولې د عالي شورا له لارې امکانات برابر شول ترڅو هغوی خپل پیغام جمهوررئیس صاحب ته وړاندې کړي".

مولوي عطاالرحمان سلیم د ګلبدین حکمتیار له خوا د افغانستان جمهور رئیس ته د سپارلي پیغام د محتویانو په اړه هم بې خبري وښودله.

مولوي سلیم وویل " دا چې په پیغام کې څه وو طبعآ چې له مونږ سره نه دی شریک شوی، خو د اسلامي حزب پلاوی پرته له دې مرکچي پلاوي چې مونږ وو وویني او د هغې په هکله خبرې وکړي او یا موضوع مطرح کړي پلاوی هغې لوري ته ستون شوی چې ورڅخه راغلی وو".

مولوي سلیم وایي چې د اسلامي حزب سره د سولې په مسوده باندې د دواړو خواو ترمنځ بشپړ توافق موجود و.

هغه وویل کیدای شي چې په ځینو برخو کې به وضاحت ته اړتیا وه، خو پلاوي د مسودې په متن کې کوم مخکې له مخکې شرط په توګه دوی سره کومه موضوع نه وه شریکه کړې.

مولوي سلیم وایي د دوی تمه دا وه چې د اسلامي حزب پلاوی به د سولې عالي شورا سره د سولې د هوکړې د بهیر د پرمختګ لپاره ددغه بهیر په نورو مسلو خبرې وکړي خو پلاوي د مسودې په ځینو مواردو د توضیحاتو غوښتنه کوله.

مولوي سلیم وویل " زمونږ دریځ دا وو او دا دی چې د متن بڼه وروستۍ ده او بدلون ته په کې ځای نشته دی".

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال وویل، چې دا شورا لا هم د اسلامي حزب ځواب ته انتظار اوباسي او مخکې له دې چې ددغه حزب رسمي دریځ ترلاسه نه کړي په رسنیو کې مطرح شویو شرطونو په باب تبصره نه شي کولی.

د نږدې دریو میاشتو راهیسې د افغانستان د حکومت او د اسلامي حزب د استازو ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک لپاره په کابل کې خبرې دوام لري.

د سولې د عالي شورا او اسلامي حزب د پلاوو ترمنځ ددغو خبرو په پایله کې دواړو خواو د سولې د هوکړې په یوې پنځویشت ماده ایزې مسودې باندې هم موافقه کړې وه، چې له مخې یې تمه کیده چې د اسلامي حزب مشر به له جګړې لاس واخلي او ژر به کابل ته راشي.

اوس دا څرګنده نه ده چې په رښتیا هم اسلامي حزب افغان حکومت سره سولې ته د رسیدلو لپاره جمهور رئیس محمد اشرف غني ته دا شرطونه وړاندې کړي او که نه، خو ارګ په دې هکله د تبصرې ډډه کوي او وايي چې په دې هکله دې د سولې د عالي شورا نظر واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG