د لاس رسي وړ اتصالات

رفیقي: روانه جګړه یوازې په خبرو پای ته رسیدلی شي


د سولې د عالي شورا د دارالانشا‌ء رئیس د حزب اسلامي د ډلې له استازو سره روانو خبرو ته هیله ښودلې ده
د سولې د عالي شورا د دارالانشا‌ء رئیس د حزب اسلامي د ډلې له استازو سره روانو خبرو ته هیله ښودلې ده

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، افغان حکومت د پوځي لارې د وسله والو مخالفانو په له منځه وړلو سره په دغه هیواد کې سوله نه شي ټینګولی نو باید روانه لانجه د خبرو له لارې حل شي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت، د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندې، چې د سولې مخامخ خبرو ته نه حاضریږي، د جګړې پر دوام ټینګار کوي، خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې په اوس وخت کې افغان حکومت په یوازې سر له وسله‌والو ډلو سره د مقابلې توان نه لري.

د دې شورا د دارالانشا‌ء رئیس محمد ایوب رفیقي امریکا غږ ته وویل، د جګړې له لارې هیڅ‌کله افغانستان سولې او ثبات ته رسیدلی نشي او زیاته یې کړه، چې د سولې عالي شورا به په نورو هغو لاچارو غور وکړي، چې له مخې یې په افغانستان کې د سولې ټينګیدو ته لار هواره شي.

هغه د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو تر منځ تیرو جګړو ته په اشارې وویل "د کندوز سقوط که د خارجیانو بمبارۍ نه وی دا د افغانستان حکومت په توانمندي کې نه وه چې د کندز د سقوط مخه ونیسي او اوس هم چې موږ په هلمند کې د بعضې حوادثو شاهدان یو، د افغانستان په حکومت کې دا توانمندي اوس موږ عملاً نه وینو چې دوی دې وکولای شي دغسې یو جنجال مهار کړي."

هغه په دوام کې وویل "موږ بیا په دې باندې تاکید کوو چې جنګ د حل لاره نه ده، که چارجانبه خپلو مسئولیتونو ته نه شي رسیدلی او هغه وعدې یې چې کړي ورته نه شي رسیدلی، د سولې عالي شورا یقیناً نورې لارې چارې باید ولټوي، چې د سولې خبرې بې له جنګه یوې نتیجې ته ورسیږي."

ښاغلي رفیقي وویل، د افغان سولې په تړاو د څلور اړخیزو مذاکراتو له مخې، په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو هیلې پیدا شوې وې خو د طالبانو له خوا په دې بهیر کې د ګډون مخالفت، روانې هلې ځلې له ناهیلۍ سره مخ کړې دي.

د سولې عالي شورا دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان حکومت تل ټینګار کړی، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دغه هیواد کې له هر ډول حالت سره د مقابلې توان لري او هغه وسله‌والې ډلې به وځپي، چې په افغانستان کې وسله‌والو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي امریکا غږ ته وویل، که څه هم د افغانستان د سولې خبرې پېچلې دي خو ورته د لارې نقشه جوړه شوې او هغه کسان چې بیا هم خپل وسله‌وال مخالفت ته دوام ورکوي، د هغوی د ځپلو لپاره افغان حکومت بشپړ چمتوالی لري.

هغه وویل "زموږ تمه دا ده، هغه ډلې چې غواړي له زورزیاتي لاس واخلي او د افغانستان د اساسي قانون تر سیوري لاندې له موږ سره یوځای شي او خبرې وکړي، ورسره به خبرې وشي، خو موږ د هغو ډلو پر وړاندې بشپړ تیاری لرو چې لا هم د خپلو او پردیو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره له زورزیاتي کار اخلي."

خو د چارو یو شمیر شنونکي په دې باور دي که پاکستان او نړېواله ټولنه و نه غواړي نو طالبان به هیڅکله هم له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل نه کړي.

د پوهنتون استاد ډاکټر لطف الله نظري وویل "زه فکر نه کوم چې د افغان دولت د سولې استراتیژي د جګړې پای وګڼل شي، تر هغې چې د سیمې هیوادونو او نړیوالې ټولنې په کچه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره اراده شتون و نه لري."

هغه وویل لا هم پاکستان په افغانستان کې خپلې استراتیژيې غوښتنې ترلاسه کړې نه دي او نه غواړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاظر کړي.

د سولې نورې لارې چارې

د سولې عالي شورا د دارالانشا‌‌‌ء رئیس وايي، د وسله‌والو مخالفینو لویه برخه، په افغانستان کې د اداري فساد، له سیاسي نظام څخه د خلکو ناخوښي او په حکومت کې د سولې په تړاو د نظر یووالي نشتون له امله، خپلې وسله‌والې جګړې ته دوام ورکوي.

ښاغلي رفیقي وویل، که چیرې افغان حکومت د سولې عالي شورا له آدرسه د خلکو د ذهنیتونو د بدلولو په برخه کې کار وکړي او ټولو ته یو ډول خدمتونه وړاندې کړي نو د وسله‌والو مخالفینو لویه برخه به له افغان حکومت سره له جګړې لاس واخلي.

هغه وویل "ټول ذیدخله جګړه ماران، عقیدوي جګړه ماران نه دي، دوی باید کټګورایز شي، بعضې کسان د افغانستان د حکومت له بدبختیو څخه تښتېدلي دي او جنګ کوي، بعضې د اقتصادي مشکلاتو څخه تښتېدلي دي."

له اسلامي حزب سره خبرې

دغه راز، د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس د اسلامي حزب له درې کسیزه پلاوي سره، د سولې مخامخ خبرې مهمې وبللې او وې ویل، دواړه غاړې به په راتلونکې اونۍ کې دویمه غونډه ترسره کړي.

ښاغلي رفیقي وویل، د سولې عالي شورا او اسلامي حزب پلاوي تر دې مهاله په جزئیاتو خبرې نه دې کړي.

هغه وویل "په جزئیاتو باندې موږ هغو غوښتنو ته نه یو تللي، خو یو مسئله چې ډيره مهمه ده چې په اولو غوښتونو کې به وي، هغه له تور لېست څخه د حکمتیار صاحب ایستل وي، یا د بعضې کړیو چې د حزب اسلامي په چوکاټ کې په تور لېست کې شامل شوي دي، نو زه فکر کوم چې د مذاکراتو اول اړخ به له هغه ځایه څخه شروع شي."

په همدې حال کې د اسلامي جمعیت ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرواي، د سولې په خبرو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د ګډون هرکلی کړی.

په خبرپاڼه کې دغه ګوند له وسله‌والو طالبانو څخه هم غوښتي، چې له افغان حکومت سره له وسله‌وال مخالفت څخه لاس واخلي او د سولې په مخامخ خبرو کې ګډون وکړي.

د اسلامي حزب درې کسیزه پلاوی، چې دا مهال په کابل کې دی، تیره اونۍ له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړې.

د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب پلاوي، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم څو وارې کابل ته راغلي وو او د افغان حکومت له چارواکو او د سولې له عالي شورا سره یې خبرې کړې وو، خو دغو خبرو کومې مثبتې پایلې نه درلودې.

XS
SM
MD
LG