د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار به کابل ته راځي چې د سولې موافقه امضا کړي


د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب خپل دوه پلاوي افغان حکومت سره د خبرو لپاره کابل ته استولي دي.

د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب خپل دوه پلاوي افغان حکومت سره د خبرو لپاره کابل ته استولي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي وایي، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب سره په ټولو پنځویشت مسئلو دا شورا موافقې ته رسیدلې، چې تمه ده له مخې به یې ولسمشر غني او حکمتیار په نږدې اونیو کې د سولې عالي شورا تر څارنې لاندې یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.

د افغانستتان د سولې د عالي شورا یو مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقوند، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، نړیوالې ټولنې هم افغان حکومت ته ډاډ ورکړی که د اسلامي حزب مشر دغه حکومت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي، نو نړیواله ټولنه به د ګلبدین حکمتیار او ددغه ګوند د هغو غړو نومونه، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو له خوا پرې بندیزونه لګیدلي د بندیزونو په لرې کولو غور وکړي.

مولوي اوچقوند وویل " د اسلامي حزب او د سولې د عالي شور پلاوو ، د ملي امنیت د شورا له استازو سره د تیرې پنجشنبې په ورځ په ناسته کې چې مو لرله، دغې غونډې نږدې درې څلور ساعته دوام درلود چې په ترڅ کې یې مونږ یو ډیر ښه حل لارې ته ورسیدو او په یوه دوه مسلو چې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې او د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د هغوی نظر هم الحمدالله ډیر مثبت وو".

مولوي عبدالخبیر اوچقوند وویل، د پنجشنبې په ورځ دا یاداشت د اسلامي حزب پلاوي ته سپارل شوی او ټاکل شوې ده چې دا حزب نن او یا سبا په دې مسئله خپل دریځ د سولې عالي شورا ته بیرته وسپاري.

مولوي اوچقوند وویل "انشاالله العزیز مونږ همدې ته په تمه یو چې دا ځل که نن کیږي او که سبا ته دا وروستۍ ناسته وي چې مونږ د اسلامي حزب سره یوې ښې هوکړې ته ورسیږو".

مولوی عبدالخبیر د اسلامي حزب څخه د نړیوالې ټولنې د شرطونو په باب وویل چې اسلامي حزب پلاوي ته لا دمخه دغه شرطونه وړاندې شوي چې د دغه حزب پلاوي هم منلي دي.

مولوي اوچقوند وویل "نړیوالې ټولنې ویلي چې مونږ د تور لیست او بندیزونو په هکله غور کوو په دې شرط چې اسلامي حزب څو شیانو په باب ډاډ راکړي هغه یو د افغانستان اساسي قانون ته درناوی، تیرو پنځلس کلونو لاس ته راوړنو ته درناوی او د بشر حقونو ته درناوی هغه درې شیان وو چې لا دمخه د اسلامي حزب پلاوي هغه منلي وو".

مولوي عبدالخبیر اوچقوند وویل، د اسلامي حزب د بندیانو د خوشې کولو او هم په پاکستان کې د اسلامي حزب له کمپ څخه افغانستان ته د مهاجرینو د ستنیدلو پر مسلو چې د دغه حزب په مهمو غوښتنو کې شمیرل کیدلې د دواړو خواو ترمنځ موافقه شوې ده.

د سولې د عالي شورا دغه چارواکی تمه لري، چې په راروانو اونیو کې به افغان حکومت د سولې د عالي شورا په منځګړیتوب، د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي.

مولوي اوچقوند وویل، پریکړه شوې چې د سولې هوکړه لیک به د افغان حکومت له اړخه ولسمشر غني، د اسلامي حزب مشر حکمتیار د خپل حزب له خوا او د سولې د عالي شورا رئیس پیر سید احمد ګیلاني د تضمین کوونکي په توګه لاسلیک کړي.

نږدې یوه نمیه میاشت وړاندې د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب خپل یو دوه کسیز پلاوی د محمد امین کریم په مشرۍ د افغان حکومت سره د خبرو لپاره کابل ته استولی دی، چې بیا وروسته د اسلامي حزب د سیاسي کمیټې د مشراو د حکمتیارد زوم په مشرۍ یو بل پلاوی هم کابل ته راغلی او افغان حکومت سره په خبرو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG