د لاس رسي وړ اتصالات

د بهرنیو چارو وزارت د هیلري کلنټن ایمیلونه خپاره کړل


په هیلري کلنټن نیوکې کیږي چې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه یې له خپل شخصي ادرس نه ایمیلیونه استولي او ترلاسه کړي دي.

په هیلري کلنټن نیوکې کیږي چې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه یې له خپل شخصي ادرس نه ایمیلیونه استولي او ترلاسه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هیلري کلنټن ۲۹۶ ایمیلونه خپاره کړل. خپاره شوي ایمیلونه په ۲۰۱۲ کال کې د لیبیا په بنغازي کې د امریکا پر یوې ډيپلوماتیکې څانګې د برید په تړاو دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماري هارف په یوې اعلامیې کې ویلي" دغه ایمیلونه چې مو خپاره کړل، څو میاشتې وړاندې د غوراوي کمېټې ته استول شوي وو. ټول ایمیلونه په بنغازي کې د امریکا د یوې ډيپلوماتیکې څانګې د امنیت او پر دغې څانګې د بریدونه په تړاو دي."

د اعلامیې له مخې د بهرنیو چارو وزرات هغه ۵۵۰۰۰ پاڼې هم مطالعه کوي چې مېرمن کلنټن تېر کال خپرې کړې، دغه پاڼې به له لوستلو وروسته خپرې شي.

په هیلري کلنټن له دې کبله نیوکې کیږي چې د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه یې په رسمي مسایلو کې له خپل شخصي ادرس نه ایمیلیونه استولي او ترلاسه کړي دي.

هیلري کلنټن د ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۳ کاله پورې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه او اوس د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست یوه کاندیده ده.

د فدرال یو قاضي د بهرنیو چارو له وزارت نه غوښتي وو چې د بنغازي د عملیاتو په اړه دې ۳۰۰ ایمیلونه په راتلوونکو څو ورځو کې خپاره کړي.

د بنغازي په پېښې کې د امریکا د سفیر په ګډون څلور امریکايي ډیپلوماتان ووژل شول. دغه ایمیلونه د کانګرس یوې ځانګړې کمېټې ته د څېړلو لپاره استول شوي دي. د کانګرس د یو شمېر غړو پلټنې ښودلې چې مېرمن کلنټن د وژل شویو امریکایانو په ژغورلو کې کومه ناغیړې نه ده کړې.

زما ایمیلونه خپاره کړﺉ

په خپله هیلرې کلنټن د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي وو چې ایمیلیونه یې ژر تر ژره خپاره کړي.

مېرمن کلنټن د سه شنبې په ورځ د امریکا د سېدار فالس په ښار کې د خپل کمپاین په یوې غونډې کې وویل " زه له هغوی غواړم چې دغه ایمیلونه ژر تر ژره خپاره کړي."

هیلري کلنټن چې د امریکا د ۲۰۱۶ په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندیده ده، د منتقدینو له لوري له یو شمېر کلکو نیوکو سره مخامخ ده.

په رسمي چارو کې د شخصي ایمیلیونه پر کارولو سربېره، پر هغې دا تور هم دی چې د کلنټن خیریه ټولنې ته کار کوي او د پېسو په بدل کې یې بیانیې ورکړي دي.

خپاره شوي ایمیلیونه په لاندیني ادرس کې کتلﺉ شﺉ:

http://foia.state.gov/Search/Results.aspx?collection=Clinton_Email

XS
SM
MD
LG