د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري کلینټن ټیم کین خپل معاون وټاکه


د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست دپاره د ډموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلینټن د جمعې په ماښام خپل مرستیال اعلان کړ.

میرمن کلینټن د ویرجینا ایالت سناتور ټیم کین د خپل مرستیال په توګه اعلان کړ. کین د سنا څخه مخکي د ویرجینا د مرکز ریچمانډ ښاروال و او وروسته د ویرجینیا ایالت والي سو.

هغه په سنا کې د بهرنیو اړیکو او وسله والو خدماتو په جرګه ګیوو کې غړیتوب لري او په سیاسي لحاظ ورته د یوه میانه روه سیاستمدار خطاب کیږي.

ټاکل شوې چې دډموکرات ګوند ملي کنونیسون به د دوشنبې په ورځ د پنسلوانیا ایالت په فلاډیلفیا ښار کې پیل شي. د امریکا د جمهوري ریاست مقام ته به هیلري کلنټن په رسمي توګه ددغه ګوند کاندیده اعلان شي.

په عین حال کې ډونلډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو د ګوند له خواه د جمهوري ریاست مقام ته کاندیدل ومنل.

د جمهوري غوښتونکي ګوند ملي کنونسیون د پنجشنبې په شپه د اوهایو ایالت په کلیولنیډ ښار کې پای ته ورسیدی.

ښاغلي ټرمپ د جمهوري غوښتونکو د کنوانسیون په پای کېپه خپلې وینا کې هیلري کلنټن ته د ماتې ورکولو هوډ وکړ.

XS
SM
MD
LG