د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري کلنټن د افغانستان په هکله


هیلري کلنټن وایي که ولسمشره شوه نو له افغانستان نه به پام وانړوي
هیلري کلنټن وایي که ولسمشره شوه نو له افغانستان نه به پام وانړوي

هیلري ډایان رادهام کلنټن

هیلري کلنټن د امریکا په مقدماتي انتخاباتو کې د ډموکرات ګوند کاندیده ده، هغه د امریکا د بهرنیو چارو مخکنۍ وزیره او د مخکني ولسمشر بل کلنټن مېرمن ده. هیلري کلنټن د ۱۹۴۷ کال د اکتوبر په ۲۶ نېته زېږېدلې ده.

میرمن کلنټن په افغانستان کې د یو شمیر امریکايي پوځيانو د پاتي کیدلو پلوي کوي.‌ میرمن کلنټن د اکتوبر په میاشت کې سي ان ان ټلویزیون ته وویل ”موږ دغه هیواد (افغانستان) سره په مرسته کې په وینو او شتو پانګونه کړې ده او دا نشو زغملی چې هلته یوار بیا طالبان یا داعش واک ترلاسه کړي او موږ او ټوله نړۍ واګواښوي“.

مېرمن کلنټن پخوا هم ویلي وه چې "دا ښکاره خبره ده، که زه ولمسشره شوم، له افغانستان څخه به پام وانه اړوم. زه چې په لومړي ځل افغانستان ته ولاړم، یو سرتیري راته وویل، چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې هیرې شوې لومړۍ کرښې ته ښه راغلاست. د هغه دې خبرې ماته ټکان راکړ. موږ ډېرې ستونزې لرو، چې باید حل یې کړو. زه پر داسې یو پلان کار کوم، چې له مخې به د سرتیو له کورنیو او زخمي سرتېرو سره د هغوی اړتیاوو ته په کتو مرستې وشي، زه هڅه کوم هر هغه څه برابر کړم، چې هغوی ورته اړتیا لري. موږ باید د مرمۍ ضد واسکټونه پېدا کړو. (جورج) بش خلک د مرمۍ ضد له واسکټونو پرته جنګ ته واستول. موږ داسې یو ولسمشر ته اړتیا لرو، چې د ځواکونو د استعمال پر اهمیت پوه شي، او په دې هم پوه شي، چې د ځواکونو استول باید وروستی انتخاب وي، نه اول انتخاب".

مېرمن کلنټن د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په ۲۲ نېټه د نیویارک مجلې ته په یوې مرکې کې په پاکستان کې د اسامه وژل، د ولسمشر اوباما ښه پرېکړه وبلله.

کلنټن وویل "زه له ولمسشر سره د ډېرو سختو او پیچلیو مسایلو په غونډو کې ناسته ومه. ما لیدلي چې هغه ډېرې سختې پرېکړې کړي دي. زه د بېلګې په ډول د اسامه بن لادن په اړه د هغه پرېکړه یادولی شم".

مېرمن کلنټن همدغه راز په دغې مرکې وویل "یوازې امریکا له افغانستان سره مرسته نکوي، بلکې ناټو یې هم تر څنګ ولاړه ده، خو افغانستان هم باید مخ په وړاندې قدم کېږدي. موږ له تاسو سره مرسته کوو، موږ د اړتیا پر مهال قربانۍ هم ورکوو، خو تاسو هم باید مخ په بره ولاړ شئ. افغان امنیتي ځواکونه ښه روزل شوي او اوس تر بل هر وخت ښه دي".

مېرمن کلنټن همدغه راز د ۲۰۱۴ کال د اګسټ په ۱۰ نېټه له افغانستان سره د امریکا د مرستو پر دوام ټېنګار وکړ او وویل "موږ به له خپلو ملګرو سره د ترهګرۍ په ځپلو کې مرسته کوو. د افغانستان د ډیموکراسۍ او امنیت په برخو کې موږ پر خپلو ژمنو ولاړ یو".

XS
SM
MD
LG