د لاس رسي وړ اتصالات

د ١٩٧٢ د جرمني د المپیک لوبو خونړۍ پیښه


د ١٩٧٢ م کال دسېپټمبر په پنځمه دالمان دمونشن په ښار کې د اوړی داولمپیک په لوبوک ې یو ډله فلسطینی ترورستان د اولمپیک د کلی په نامه اپارتمانونو ته ننوتل په اسرائیلی لوبغاړو باندی یې حمله وکړه.

په دغه حمله کې دوه لوبغاړي ووژل شول او نهه تنه یې برمته کړل.

دغو ترورستانو چې دتور سیپټمبر په نامه یادیدل، غوښتل چې دوه سوه دیرش عربان اودوه المانی ترورستان دی خوشی کړی شی چې داسرائیلو په زندانانو کې بندیان دی.

د مونشن په هوائې میدان کې په ورپسی ډزو کې د پنځو ترورستانو او یوالمانی پولیس سره نهه برمته شوی اسرائیلیان ووژل شول. ددغو وژل شویو لوبغاړو دیاد له کبله د اولمپیک لوبه د ٢۴ ساعتو لپاره وځنډیدله.

په ٧٧٦م قبل الملاد کې په لرغونی یونان کې داولمپیک دلوبی اساس ایښودل شوی و.

د اولمپیک لومړی عصری لوبی په ١٨٩٦ م کال کی شوی وی. په دغو لوبو کې دیارلسو هیوادونو برخه اخیستی وه او دری سوه یولسو لوبغاړو پکی سیالی کړی وه .

ددغو لوبو معنئ دا وه چې سولې ته وده ورکړل شی او اولسونه سره یوځای کړی. المان هیله درلوده چې د١٩٧٢ م کال لوبی به دسولی لمانځل وی په داسی حال کې چې د١٩٣٦ م کال نه راپدی خوا دلومړی ځل لپاره المان داولمپیک دلوبو کوربه شوی و.

کله چې اډولف هیټلر په قدرت کې و نو له دغو لوبو نه به ئې د خپل ارین نژاد د نظر د تقویه کولو لپاره کار اخسیته.

دمونشن داولمپیک لوبی د١٩٧٢م کال داگست په شپږویشتمه د١٩٥ لوبو اود٧١٧٣ لوبغاړو چې د١٢١ هیوادونو نمایندگی ئې کوله پیل شوی وی.

د١٩٧٢ م کال دسیپټمبر په پنځمه فلسطینی ترورستانو چې اوربوزونه ئې تړلی وو داسرائیلو په ټیم دخرپ او ترپ حمله وکړه. دخبرو دناکامیدونه وروسته چې دنهو اسرائیلیانو دخوشی کیدوپه هکله کیدی، ترورستانو برمته شوی کسان د مونشن هوائې میدان ته بوتلل.

په هوائې میدان کې دالمان پولیسو دبام له سرنه ډزی وکړی او دری تنه ترورستان ئې ووژل. ډزی پیل شوی او برمته شوی اسرائیلی لوبغاړی، دوه نور فلسطینیان اویو پولیس ووژل شول.

داولمپیک په اصلی سټیډیوم کې دفاتحی له اخیستلو نه وروسته داولمپیک دبین المللی کمیټې رئیس اوری بوندیج امروکړچې لوبی دی دوام پیدا کړی چې دا وښئ چې ترورستان ندی کامیاب شوی. که څه هم چې دغې ټراژډی لوبو ته پوره تاوان ورساوه خو بیاهم لوبغاړو پکی پوره بریالیتوبونه لاس ته راوړل.

امریکائې لامبوزن مارک سپتز اوه دسرو زرومډالونه او د روسیې ورزشکارې اولگاکوربوت د سروزرو دوه مډالونه وگټل .

د١٩٧٢ م کال داولمپیک په لوبوکې دوژلونه وروسته دگولډا میر په مشری د اسرائیلو حکومت دموساد یوډله ایجنټان استخدام کړل چې دتورسیپټمبر قاتلان پیدا او ووژنی.

په دوه زره پنځم کال کې سټیفن سپلبرگ د مونشن ددغو پیښو په باره کې فلم جوړ کړ.

XS
SM
MD
LG