د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: بین الافغاني خبرې ډیرې موثرې دي


مرتضوي وایي "د سولې عالي شورا سره د اسلامي حزب هوکړې وښودله چې بین الا افغاني خبرې ډیرې موثرې دي".

مرتضوي وایي "د سولې عالي شورا سره د اسلامي حزب هوکړې وښودله چې بین الا افغاني خبرې ډیرې موثرې دي".

د افغانستان جمهوري ریاست د اسلامي حزب سره د سولې هوکړې ته د رسیدلو په هکله امریکا غږ ته وویل، چې د سولې عالي شورا سره د حکمتیار د اسلامي حزب هوکړه دا ښيي چې بین الافغاني خبرې ډیرې موثرې دي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل، هره ډله چې سولې بهیر ته مخه کوي په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پیښو په کمیدو کې مرسته کولی شي.

ښاغلي مرتضوي وویل "د سولې عالي شورا سره د اسلامي حزب هوکړه وښودله چې بین الا افغاني خبرې ډیرې موثرې دي".

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، چې تر راتلوونکو دوو اونیو به کابل ته د حکمتیار د راتلو او د اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې د هوکړې د لاسلیکولو نیټې معلومې شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا یو مرستیال مولوي عطا الرحمان سلیم، چې د حکمتیار اسلامي حزب سره یې په خبرو کې د دغې شورا د پلاوي مشري کوله امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، د اسلامي حزب پلاوی نن له کابله بیرته ستون شوی دی.

مولوي عطا الرحمان سلیم وویل، د سولې عالي شورا تمه لري، چې د حزب اسلامي پلاوی به تر راتلوونکو دوو اونیو بیرته کابل ته راستون شي او ورسره به د افغان حکومت او د دغه حزب ترمنځ د سولې د هوګړه لیک د لاسلیکولو لپاره لازم اقدامات هم پیل شي.

د سولې عالي شورا مرستیال وویل، چې لا تراوسه کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتګ او د افغان حکومت سره د سولې د هوکړې د لاسلیک لپاره نیټه نه ده ټاکل شوې.

مولوي سلیم وویل "طبعآ هوکړه لیک چې لاسلیک کیږي، د دغه هوکړه لیک په تائید به جناب حکمتیار یوه اعلامیه خپره کړي، چې د هیواد اساسي قانون مراعات کوي، بشري حقوق مراعات کوي د تروریستانو سره خپلې اړیکې پرې کوي، چې د هغې وروسته د افغانستان اسلامي دولت د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا څخه به په رسمي توګه وغواړي، چې بندیزونو د لرې کولو بهیر پیل کړي".

د افغانستان د سولې عالي شورا دغه چارواکی وایي، د بندیزونو لرې کولو بهیر یو قانوني بهیر دی، چې عملي کول یې وخت ته اړتیا لري.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې هوکړه لیک مسوده یې تیره ورځ د اسلامي حزب د پلاوي مشر غیرت بهیر او هم افغان حکومت ته سپارلې ده.

د مسودې یو شمیر مهم ټکي

دا مسوده پنځویشت مادې او درې فصله لري چې د سولې د هوکړې د لاسلیک وروسته په کې د اسلامي حزب او د افغان حکومت دندې او مسولیتونه ځانګړي شوي دي.

په دغه هوکړه لیک کې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د شتون او د افغانستان څخه د دغو ځواکونو د وتلو په هکله په یوه ماده کې ویل شوي چې دواړه لوري د ملي حاکمیت او د هېواد لوړو ګټو تامین لپاره د موافقو پر بنسټ د بهرنیو ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي، دواړه لوري په دې باور دي، چې افغانان کولای شي د دغه وحدت او همغږي له لارې د جګړې بحران کابو او له ننګونو سره مبارزه وکړي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت ژمنه کوي، چې د دغې هوکړې لاسلیک سره به د ملګرو ملتونو، هېوادونو او اړوند ادارو سره په تماس د جګړې پای ته رسیدو او تل پاتې سولې او ټیکاو لپاره د اسلامي حزب پر مشر او غړو د لګیدلو بندیزونو لرې کولو لپاره رسماَ غوښتنه پیلوي. افغان حکومت مکلف دی په ممکن لږ وخت کې د دغو بندیزونو لرې کولو لپاره اقدامات وکړي.

افغان حکومت ژمنه کوي، چې رسماً اعلان وکړي چې اسلامي حزب د هېواد له نافذه قوانینو سره سم د اسلامي حزب سیاسي او ټولنیز فعالیتونه په رسمیت پيژني. اسلامي حزب کولای شي د ولسمشرۍ، پارلماني، ولایتي ولسوالیو او ښاروالیو په ټاکنو کې برخه واخلي.

جهادي مشر ګلبدین حکمتیار ته به د افغان ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې ځانګړى درناوی کېږي او په دې لړ کې به د پروټوکول چارو څرنګوالي پرېکړه به د افغانستان سولې شورا او اسلامي حزب د پلاوي په مشوره کېږي.

حکومت به د دغې هوکړې سره سم په تېر کې د سیاسي او نظامي اقداماتو په لړ کې د اسلامي حزب مشر او غړو د قضايي خوندیتوب تضمین کوي.

دغه راز به حکومت د اسلامي حزب هغه زندانیان، چې پر نوملړ یې هوکړه شوې او په جنايي جرمونو کې ښکېل نه دي په ممکنه ژر فرصت کې، چې تر دریو میاشتو ډېر نه وي خوشي کوي. اسلامي حزب ژمنه کوي، چې خوشي شوي کسان به یې بېرته د حکومت پر وړاندې د جګړې ډګر ته نه ځي او نه به هم کومې غیرقانوني یا ترهګرې وسله والې ډلې سره یو ځای کېږي.

د ټیکاو لپاره او د ملی وحدت حکومت او اسلامي حزب تر منځ د باور فضا رامنځته کولو لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت رهبري ژمنه کوي، چې د مهمو دولتي او هېوادني سیاستونو تنظیم لپاره د اسلامي حزب مشرتابه ته په مشورتي بهیر کې ځای ورکوي.

د افغانستان اسلامي دولت ژمنه کوي، چې د نصرت مینې پنډغالي ستونزو هواري په ګډون به په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو بېرته هېواد ته ستنېدو او د کابل په ګډون د هېواد په لر او بر کې د بیا مېشت کېدو لپاره زمینه برابروي، چې هغوی په خپله خوښه او درناوي سره هېواد ته ستانه شي.

د سولې عالي شورا او د افغانستان اسلامي حکومت له لوري د دغې هوکړې له رسمي اعلانه وروسته به اسلامي حزب رسماً اعلان کوي، چې د هېواد لوړو ګټو، جګړې ختمولو او تل پاتې سولې او ټیکاو لپاره به اسلامي حزب د مهم سیاسي ګوند په توګه فعالیت کوي، د هېواد اساسي قانون به مني او تلپاتي اوربند ته به غاړه ږدي، هر ډول نظامي کړنې به پریږدي او خپل وسله وال تشکیلات به له منځه وړي. هغه زندانیان چې له اسلامي حزب سره دي په ممکن لږ وخت کې به یې د افغانستان حکومت ته سپاري.

اسلامي حزب ژمن دی، چې د دغې هوکړې له اعلانه وروسته به اسلامي حزب اعلان کوي، چې له هېڅ یوې ترهګرې یا غیرقانوني وسله والې ډلې سره کومه اړیکه نه لري او نه یې هم ملاتړ کوي.

د هوکړې په پای کې راغلي، چې د هر ډول اختلاف رامنځته کېدو په صورت کې به دواړه لوري د دوستانه مشورو او حسن نیت پر بنسټ د ګډ کمېسیون له لارې، چې د سولې عالي شورا به یې مدیریت کوي، حل کړي.

XS
SM
MD
LG