د لاس رسي وړ اتصالات

هولبروک: په پارلماني انتخاباتو کې به ممکن چې ټګي او برګي وشي


هولبروک: په پارلماني انتخاباتو کې به ممکن چې ټګي او برګي وشي
هولبروک: په پارلماني انتخاباتو کې به ممکن چې ټګي او برګي وشي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی رچارډ هولبروک وایي ممکن چې د افغانستان په پارلماني انتخاباتو کې به جنجالونه پیدا شي او ټګي او برګي به پکې وشي.

هولبروک وویل چې د نوي پارلمان تر ټولو مهمه دنده به په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستل وي. رچارډ هولبروک چې د پاکستان په پایتخت اسلام آباد کې یې خبریالانو ته خبرې کول، وویل چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د جنګیالیو د پټیدو خوندي ځایونه او مرکزونه د نړۍ د امنیت لپاره تر ټولو ستر خطر دی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي رچارډ هولبروک وویل چې په افغانستان کې د شنبې د ورځې پارلماني انتخابات یوه پیچلې موضوع ده. هغه وویل چې د پارلمان د هر یوې څوکۍ لپاره لسو کسانو ځانونه کاندید کړيدي او زیاتره دغه کاندیدان د سیاسي ګوندونو په شان منظم هم ندي.

" زما هیله دا ده چې دا انتخابات دې ریښتیني او عادلانه وي خو زه پوهیږم چې په انتخاباتو کې به ټګي او برګي وشي ځکه دا امکان نلري چې د جګړې په دوران کې دې بشپړ عادلانه انتخابات تر سره شي. "

هولبروک همدارنګه وویل که څه هم چې پارلمان انتخابات به په بشپړه توګه عادلانه نه وي او دا به څو اونۍ ونیسي چې د رایو نتیجه مالومه شي خو په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستل به د هغه پارلمان په غاړه وي چې په راتلونکې کال کې یې د کار موده پیل کیږي.

په افغانستان کې پارلماني انتخابات پداسې وخت کې کیږي چې له یوې خوا هلته د طالبانو بغاوت زور اخیستی دی او له بلې خوا د امریکا جمهور رییس براک اوباما ویلي دي چې د راتلونکې کال د جولای په میاشت کې به د هغه هیوا نه د امریکایي عسکرو راوتل پیل کیږي.

خو هولبروک وویل چې د افغانستان نه به نړیواله ټولنه تر هغه وخته ونه وځي تر څو پورې چې پدغه هیواد کې پوره سوله نه وي راغلی او پدې نه وي توانیدلی چې خپل امنیت پخپلو مټو وساتي.

" د افغانستان نه د وتلو نه زمونږ هدف یوازې محاربوي عسکر دي. امریکا به د افغانستان سره خپلې اقتصادي همکارۍ تر هغې ادامه ورکوي تر څو پورې چې ورته اړتیا وي. "

د امریکا خاص استازي رچارډ هولبروک وړاندې وویل د امریکا متحده ایالات پدې عقیده ده چې په افغانستان کې اداري فساد هغه شی دی چې د طالبانو پر ضد د جګړې د بریالیتوب مخه یې ډب کړیده.

"‍ یوه خبره چې غواړم واضح یې کړم هغه دا ده چې مونږ په افغانستان کې د اداري فساد د ورکولو لپاره جګړه نکوو. په اصل کې مونږ د افغانانو سره مرسته کوو تر څو داسې داسې یو حکومت جوړ کړي چې د ولس اړتیاوو ته ځواب وویلی شي او خلک حکومت ته د یوه ملګري په سترګه وګوري. "

رچارډ هولبروک د ګاونډي پاکستان په اړه وویل هغه جنګیالي چې د دغه ملک په قبایلي سیمو کې پټ دي، په سیمې کې دننه او بهر په تروریستي حملو کې لاس لري. د هولبروک دغه تبصره پداسې وخت کې کیږې چې ها خوا د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پاکستان په قبایلي سیمې کې د جنګیالیو د پټیدو په خوندي ځایونو باندې د توغندیو حملو ته زور ورکړیدی. دغه حملې په ځانګړي ډول په شمالي وزیرستان کې زیاتې شویدي.

هولبروک: په پارلماني انتخاباتو کې به ممکن چې ټګي او برګي وشي
هولبروک: په پارلماني انتخاباتو کې به ممکن چې ټګي او برګي وشي

بې پیلوټه الوتکو یوازې په همدې میاشت کې په سیمې کې دیارلس حملې کړیدي چې په لس ګونه مشکوک جنګیالي پکې وژل شویدي.

هولبروک د دغو حملو په اړه په مستقیم ډول د تبصرې کولو نه ډډه وکړه ځکه چې امریکا د دغو عملیاتو په اړه تبصرې نکوي او داسې ګمان کیږي چې دغه حملې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA لخوا څارل کیږي.

" د ځینو شیانو په اړه خبرې کول ګران کار دی، خو مونږ او تاسو د هغو جنګیالیو د خطر سره مخ یو چې په قبایلي سیمې کې پټ دي، دوي په افغانستان کې امریکایان او دلته پاکستانیان وژني. دوي هڅه کوي چې د هند او پاکستان تر منځ جګړې ته لمن ووهي او نړیوال جهاد ته هم پوکي وهي. "

د ترهګرۍ پر ضد جګړې کې پاکستان د امریکا نږدې ملګری دی. پاکستان د ملک په قبایلي سیمې کې د امنیت د ټینګولو لپاره خپل په زرګونه عسکر د افغانستان پولې ته نږدې پدغې سیمې کې ځای پر ځای کړیدي. خو پاکستان تر اوسه پورې د شمالي وزیرستان قبایلي سیمې ته پوځ ندی استولی او داسې ګمان کیږي چې د افغانستان طالبان او د القاعده د شبکې پورې تړلي جنګیالي پدغې سیمې کې پاخه مرکزونه او مرچلونه لري او د افغانستان په خاوروې کې په نړیوالو عسکرو باندې خونړي بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG