د لاس رسي وړ اتصالات

د هولبروک په مرگ په افغانستان کې د چارواکو عکسلعملونه


د هولبروک په مرگ په افغانستان کې د چارواکو عکسلعملونه

د هولبروک په مرگ په افغانستان کې د چارواکو عکسلعملونه

جمهور رئیس حامد کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکې د خاص استازي ریچارد هولبروک د مړینی په باب خواخوږي څرګنده کړه او هغه یې د یو ستر دیپلومات په توګه وستایه.

همدارنګه په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو قوماندان جنرال دیوید پتریوس او په افغانستان کې د امریکې سفیر هم د هولبروک د مړیني په اړه خفګان څرګند کړ او دا یې د امریکې، سیمې او ټولې نړۍ لپاره ستره ضایعه وبلله.

په هغو ټولو پیغامونو کې چې ددې پخوانی دیپلومات او نړیوال سیاسي شخصیت د مړینې په اړه د هغه د کورنۍ او دوستانو په نامه استول شوی د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکی خاص استازی ریچارد هولبروک د یو پاخه او ستر سیاستوال په نوم ویاړل شوی دی.

د افغانستان د جمهوری ریاست له دفتره خپره شوې اعلامیه لیکي چې جمهور رییس کرزی د هولبروک د مړینی په اړه ژوره خواخوږي څرګنده کړې او هغه یې د یو باتجربه او ستر دیپلومات په نوم ستایلی چې خپل عمر یې د امریکې حکومت او خلکو ته د خدمت لپاره وقف کړی وو.

ښاغلی کرزي په دې اړه د امریکې حکومت د هولبروک کورنۍ او دوستانو سره خپل د خواخوږۍ او غم احساسات شریک کړل.

همدارنګه په افغانستان کی د نړیوالو ځواکونو مشر جنرال دیوید پتریوس او په دی هیواد کی د امریکی متحدو ایلاتو د سفیر پيغامونه هم د غم او ستاینو ویاندویه دي.

جنرال پتريوس هغه د افغانستان او پاکستان لپاره د ماموریت اساسی شخصیت بللی او وایی دا زما لپآره د ویاړ ځای دی چه له هولبروک سره می هغه مهال چه د امریکی د مرکزی قواوو قوماندان وم او بیا دلته په افغانستان کی، ګډ کار کړی دی. "هغه یو ستر امریکایی، یو فوق العاده دیپلومات او یو ښه ملګری وو".

د امریکی سفیر کارل ایکنبیری هم هغه د افغانستان د خلکو لپاره یو اتل ګنلی او وایي هولبروک د هغو ښه ملګری وو چې د سولی لپآره یی هڅی کولې او نن د افغانستان لپاره د امریکې ماموریت خپل قوي ملاټړی له لاسه ورکړ.

ریچارد هولبروک د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړی استازی او د جمهور رییس اوباما له لوړ پوړو او نږدې مشاورینو له ډلې وو او د امریکې د جمهور رییس په وینا د امریکې په بهرني سیاست کې یې د خپلو سرښندنو سره دا هیواد لا پسی ځواکمن، امن او د ستاینی وړ ګرځولی وو.

د امریکې د بهرني سیاست دی پيژندل شوي څیرې د زړه د لوی رگ د شکېدلو له امله د ۲۰ ساعتو جراحۍ نه پس د ۶۹ کالو په عمر د دوشنبی په ورځ د واشنگټن په یوه روغتون کې سا ورکړه.

XS
SM
MD
LG