د لاس رسي وړ اتصالات

ریچارډ هالبروک ومړ


ریچارډ هالبروک ومړ
ریچارډ هالبروک ومړ

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی رچارډ هولبروک د 69 کلونو په عمر نن د جورج واشنګټن په روغتون کې مړ شو.

د امریکا جمهور ریس براک اوباما د هولبروک د مړینې نه یوازې څو ساعته د مخه ټیلفون کړی و او هغه یې د امریکا په خارجي پالیسۍ کې یو ځلانده ستورئ وباله او وویل چی هغه او میرمن یی د روغتیا لپاره دعا کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن هم د هغه خدمتونه ستایلي دي او ویلي یې دي چې هولبروک د خپل د ژوند پوره پنځوس کاله د امریکا په خدمت کې تیر کړیدي.

هغه په کال 1941 میلادي د اپریل د میاشتې په 24 مه د امریکا د نیویارک په ښار کې زیږیدلی و او د ژوند د لومړنیو کالونو څخه یې د بهرنیو چارو په وزارت کې د کار کولو او په ځانګړي ډول په بهر کې د دندې د ترسره کولو سره مینه لرله.

هغه د کال 19977 میلادي نه نیولې تر 1981 پورې د آسیایي هیوادونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې وه خو څه موده ورسته یې حکومتي دندې ته شاه کړه او مالۍ نړۍ ته یې مخه کړله.

خو کله چې د امریکا پخوانی دیموکرات جمهور رئیس بل کلنټن په کال 1993 میلادي کې د ملک جمهور رئیس شو، هغه د یوه کاله لپاره په جرمني کې د امریکا سفیر ؤ او وورسته بیا د اروپایي هیوادونو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شو.

هولبروک په کال 1999 میلادي کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي په صفت هم دنده ترسره کړیده او د هغه نه وړاندې یې تر ټولو ستر کار او لاسته راوړنه د " ډیټون" په نامه د سولې تړون ؤ چې د همدغه تړون په برکت په بوزنیا کې جګړه پای ته ورسیده، هغه همدرانګه په کال 1998 میلادي کې د یوګوسلاویا د هغه وخت د جمهور رئیس سلوبدان ملسویچ سره هم په یوه تړون باندې مذاکرات کړي وو او د هغه نه یې غوښتلي ؤ چې د کوسو نه دې خپل پوځ وباسي خو کله چې دغه تړون کار ورنکړ نو بیا یې د یوګوسلاویا جمهور رئیس ته وروستی مهلت وټاکه چې که چیرې خپل پوځ د کوسو نه ونه باسي نو د ناټو هوایې بمبارۍ ته دې ځان چمتو کړي.

ریچارډ هالبروک ومړ
ریچارډ هالبروک ومړ

رچارډو هولبرک د 2009 کال د جنوري د میاشتې په 22 نیټې د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما لخوا د افغانستان او پاکستان لپاره د خاص استازي په توګه وټاکل شو او د مرګ تر وخته په همدې څوکۍ باندې پاتې وو.

هولبروک تل د امریکا د حکومتي چارواکو نه غوښتنه لرله چې د افغانستان او پاکستان د ولسونو د زړونو د لاسته راوړلو لپاره دې زیار وباسي.

امریکایي چارواکو د نوم د نه اخیستو په شرط مطبوعاتو ته ویلي دي چې هغه مړ شویدی او کورنۍ به یې نن په واشنګټن ډي سي کې په رسمي ډول د هغه د مرګ اعلان وکړي.

د امریکا جمهور ریس براک اوباما د هولبروک د مړ کیدو نه یوازې څو ساعته د مخه ټیلفون کړی و او هغه یې د امریکا په خارجي پالیسۍ کې یو ځلانده ستورئ وباله او وویل چی هغه او میرمن یی د روغتیا لپاره دعا کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن هم د هغه د خدمتونه ستایلي دي او ویلي یې دي چې هولبروک د خپل د ژوند پوره پنځوس کاله د امریکا په خدمت کې تیر کړیدي.

امریکایی ډیپلومات رچارډ هولبروک د زړه د جراحۍ د عاجلو عملیاتو وروسته په روغتون کې د جمعې د ورځې راپدیخوا بستر و. د هغه د وینی د جریان د منظمولو لپاره پرون هم نور د جراحۍ عملیات ترسره شول.

ډاکترانو د هولبروک د زړه د غټ شریان د ترمیمولو لپاره د شلو ساعتونو نه لا زیات د هغه په عملیاتو لګیا وو. د ډاکټرانو پر وینا که چیرته د شریان د شلیدلو چاره په عاجله توګه ونشي نو ډیر ژر سړی وژني ځکه چې وینه د شریانونو دیوالونو ته داخلیږي او هغوي کمزوري کوي.

هغوي وایي چې پدې سره په داخلي خونریزي پیدا کیږي او د بدن د وینې جریان ګډوډ کیږي.

هولبروک د امریکا د امریکا د یوه پخواني وژل شوي جمهور رئیس جان اف کینیډي نه نیولې د ښاغلي اوباما تر دورې پورې د هر یوه دیموکرات جمهور رئیس په دوره کې خدمتونه کړیدي او لومړنۍ دنده یې په 1962 میلادي کال کې د پوهنتون نه تر فارغیدو وروسته په ویتنام کې پیل کړله. هغه په پاریس کې د امریکا د هغه هیت غړی هم ؤ چې د ویتنام د جګړې په خاطر جوړ شوی و.

رچارډو هولبروک د خپل غرور او قوي ارادي په خاطر زیات شهرت درلود او تل یې دا هڅه کوله چې دیپلوماتیکي هڅې یې باید چې یوه ښه نتیجه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو یوه پخواني وزیر هینري کسینګر وایي " که چیرته هولبروک له تاسو څه وغوښتل نو پکار ده چې تاسو ورته هو ووایئ او که چیرته مو ورته نه وویله نو په پای کې به په تاسو دا ومني چې باید هو ورته ووایئ او هغه دا کار حتماً په تاسو کاوه. "

هولبروک یوه میرمن او دوه زامن لري چې ډیوډ ډان هولبروک او انتوني انډریو هولبروک نومیږي.

XS
SM
MD
LG