د لاس رسي وړ اتصالات

د آمریکا د کورني امنیت وزیره کابل ته ورسیده


Джанет Наполитано
Джанет Наполитано

د امرېکا دکورني امنېت وزېره مېرمن جېنېټ ناپولېټانو افغانستان ته په سفر باندی تللی ده. دمېرمن ناپولېټانو سره په دې سفر کې دامرېکې دسرحدونو او گمرکاتو د چارو ماموران هم ملگري دي. دامرېکا سرحداتو او گمرکاتو ماموران غواړي چې دافغانستان دحکومت دمماورانو سره دگمرکاتو او سرحدونو دامنېت په چارو کې مرسته وکړي.

دامرېکې دکورني امنېت دوزارت ېوه اعلامېه چې نن خپره شوې ده واېې چې مېرمن ناپولېټانو به په افغانستان کې دخپل اقامت په دوران کې دلوړ پوړو امرېکاېې او افغان مامورانو سره وگوري او دهغه پرمختگ په باب به ورسره خبري وکړي چې تراوسه پوري په سېمه کې دامنېت د راوستلو په ارتباط شوی دی.

دامرېکا دکورني امنېت وزېره به دنوي مېلادي کال لومړئ ورځ په افغانستان کې دامرېکاېې عسکرو سره ېو ځای تېره کړي.

افغانستان ته دخپل سفر نه وروسته به هغه قطر، اسراېلو او بلجېم ته سفرونه وکړي او ددغو هېوادونو د امنېتي چارو دمسوولېنو سره به دهغو نړېوالو هلو ځلو په باب ورسره خبري وکړي چې دهواېې الوتکو دامنېت دښه کولو لپاره کېږي.

کله چې په سېپټامبر کې ېو شمېر پارسلي بمونه په الوتکو کې کشف شول نو دهواېې الوتکو دامنېت په اړه اوس زېاتې اندېښنې موجودې دي.

XS
SM
MD
LG