د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د هوا تودیدو د پوليو ویروس خطر زیات کړی


د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت مسئولین وايې، روانه اونۍ به په جنوبي زون کې د پوليو پرضد ملي کمپاین پیل شي.
د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت مسئولین وايې، روانه اونۍ به په جنوبي زون کې د پوليو پرضد ملي کمپاین پیل شي.

د کندهار ښار په ښکارپور سیمه کې د پوليو محیطي ازموینو د ګوزڼ د ویروس موجودیت ثابت کړی، چې دغې چارې روغتیايي مسئولین اندېښمن کړي دي.

د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت مسئول ډاکتر نظر محمد وايې، چې په روانه اونۍ کې به د پوليو پرضد ملي کمپاین پیل شي.

هغه زیاته کړه، په دغه کمپاین کې هڅه کیږي چې کورنیو ته په توده هوا کې د پولیو ویروس د خپریدو خطر بیان کړي او کمپاین په موثره توګه عملي کړي.

ډاکتر نظر محمد وویل "موږ کندهار کې سږ کال یوه مثبته پېښه لرو او بدبختانه اوس تازه د ښار د ښکارپور دروازه سیمې د نا پاکو اوبو په نمونو کې د پولیو ویروس هم لیدل شوی، دا مونږ ته ډير د اندېښنې وړ ده او د پروګرام ډير پام به دا ځل د ویروس ساحې ته ډېر وي. "

د پوليو پرضد د مبارزې مرسته کونکې بنسټونه وايې چې کورنۍ تر بل هروخت باید د ویروس د خپریدو خطرات په پام کې ونیسي او د خپل ماشومان د ګوزڼ پرضد وقایه کړي.

په افغانستان کې د یونسیف د ادارې د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه وايې چې له طبي پلوه د کال ګرم موسم د ماشومانو د فلج د ناروغۍ د ډیر خپریدو خطر زیاته وي.

هغه وويل "دا یو ډېر ښه فرصیت دی چې ټول هیواد وال د دوبي له راتګ څخه مخکې خپل ماشومان وقایه کړې ځکه د جنوب په ولایتونو کې ۲ پېښي هم شته او محیطي وېروس څخه د خلاصون لاره همدا واکسین دی چې باید په ډير ښه توګه عملي شي. "

عام خلکد پخوا په پرتلهد پولیو واکسینله تطبیقسره لیوالیتا ښیې او خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین غوښتونکي دي.

دوی وایي، د څو کلونو مخکې ګوزڼ وهلي ماشومان اوس تنکي ځوانان دي خو د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار شوي دي.

د کندهار د لويې ویالې اوسیدونکی عبدالله په دې هکله داسېوايي "هغه چا چې واکسین ندی کړی هغوی ته تکلیف رسیدلی د کورنۍ ماشومان يې ګوزڼ وهلي اوس خلک پدې باندې پوهیدلي دي، وقايې ته لمړیتوب ور کوي او د واکسین له کمپاینونو سره همکاردي."

د روان میلادي کال له پیل راهېسې په افغانستان کې د پولیو درې مثبتې پيښې ثبت شوې، چې یوه په هلمند یوه په کندهار او یوه پيښه په کندز ولایت کې را مینځته شوې وه.

روغتیايي مسئولین ټینګار کوي چې د فلج ناروغۍ د مخ نیوي یوازنۍ لار تر پنځه کلونو ښکته ماشومانو ته د پوليو واکسین څاڅکيورکول دي او له دې لاري يې وقایه ممکنه ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG