د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل کې د حکومت ضد زرګونو مظاهره چیانو د نویو انتخاباتو غوښتنه وکړه


په اسرائیل کې مطاهرې
په اسرائیل کې مطاهرې

زرګونو مظاهره چیانو شنبه اپریل ۲۰ (غوایي لومړۍ نیټه) د حکومت پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي وو، د نویو انتخاباتو او په غزې کې د حماس ډلې سره د پاتې برمته کسانو خوشې کیدو لپاره یې د حکومت لخوا د لا ډیرو اقداماتو غوښتنه کوله.

دا د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو پر ضد تازه مظاهره ده او پداسې حال کې کیږي چې په غزې کې اوومه میاشت ده چې اسرائیلي ځواکونه د حماس ډلې پر ضد جنګیږي خو نه یوازې دا چې ټول برمته شوي کسان یې ندي خوشې کړي، بلکې د حماس ډله لا هم د اسرائیل نه تم کیدونکو تعرضي عملیاتو او هوایي بریدونو مقابله کوي.

د یالون پیکمان په نامه یو مظاهره کوونکي چې د تل ابیب ښار په لاریون کې یې برخه اخیستې وه وایي ځکه یې د حکومت پر ضد مظاهرې کې برخه اخیستې چې د دوي سره کړې ژمنې یې ندي پر ځای کړي.

خو بل پلو بیا د اسرائیل صدراعظم بنیامن نتنیاهو پداسې حال کې په غزې کې د نظامي عملیاتو د دوام هوډ څرګند کړی چې تر دې دمه پکې د غزې د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، څه دپاسه ۳۴ زره کسان وژل شوي چې اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.

نتنیاهو ویلي تر څو یې چې غزې کې د حماس ډله له منځه نه وي وړې او ټول برمته شوي کسان یې کور ته نه وي راستانه کړي، دا عملیات به روان وي.

په سرویګانو کې معلومه شوې چې په اسرائیل کې دننه ډیری کسان نتنیاهو ملامتوي چې د تیر کال اکټوبر میاشتې په اوومې د حماس ډلې برید پر وخت د امنیت په ساتلو کې ناکام شوی و.

خو پخپله نتنیاهو بیا له ټاکلې نیټې وړاندې د انتخاباتو امکان رد کړی او د انتخاباتو په هکله د نظر معلومولو په سرویګانو کې معلومه شوې چې که انتخابات وشي، نتنیاهو به یې وبایلي.

د اسرائیل مشر دا هم ویلي چې د جګړې پر مهال د انتخاباتو کیدل د حماس ډلې په ګټه دي.

سره لدې چې د حماس ډلې لخوا په اسرائیل د اکټوبر اوومې بریدونو څخه وروسته چې شاوخوا ۱۲ سوه تنه پکې ووژل شول، د دې هیواد ټول وګړي تر ډیره حده یو موټی و، خو تر شپږو میاشتو وروسته د خلکو ترمنځ درځونه پداسې حال کې پیدا شوي چې ډیر شمیر یې د جګړې پلوي کوي.

مبصرین چې د اسرائیل حکومت په هکله معلومات لري، وایي که چیرته په نویو انتخاباتو کې نتنیاهو له واکه لیرې هم شي، تر ټولو مهم سیال یې بیني ګانتز دی چې د جګړې د کابینې غړی دی او ډیر احتمال شته چې د نتنیاهو پالیسۍ به پر مخ یوسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG