د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي په یمن کې د حوثیانو پرضد لاهم بمباري کوي


حوثي یاغیانو د یمن دریم لوی ښار تعز کې ځنې پوځي مرکزونه نیولي دي. دا په داسې حال کې دي چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې د سعودي عربستان د هوايي بمباریو د بندیدو له اعلان څخه څو ساعته وروسته د سعودي په مشرۍ ائتلافي ځواکونو نن چهارشنبې یوځل بیا په تعز ښار هوايي برید کړی دی.

په عین وخت کې تر پرونه پورې په بندري ښار عدن کې تودې جگړې هغه وخت زور واخیستو چې سعودي عربستان وویل د حوثي ډلې د پرمختگ د مخنوي نه وروسته خپل یو میاشتني اوږده هوایي بریدونه بندوي. خو دایي وویل چې د یاغیانو د فعالیت د مخنوي په هدف به محدودو پوځي اقداماتو ته دوام ورکړي.

د سعودي عربستان د پوځ ویاند برید جنرال احمد عسیري پرون سه شنبی د نویو عملیاتو یادونه وکړه "د هیلو د احیا عملیات به سبا ته د چارشنبی په ورځ پیل شی".

له بلې خوا د سعودي عربستان نه په یوه تلویزوني وینا کې، د یمن جمهور رئیس عبد ربه منصور هادي وویل، په هیواد کې به یې بحران ژر ختم شي او د هغه حکومت به د یمن ولس ته ېو ځل بیا د راتلونکې لپاره له هیلو نه ډک ژوند شرایط برابر کړي.

هغه وویل " دغې اتحاد د حکومت د مشروعیت ملاتړ وکړ او د یمن د گټو د خوندي کولو په غوښتنه ېې اقدام وکړ. زما ولس چې غواړي ژوند وکړي او خپل حالت او دولت بیرته احیا کړي، په همدې دلیل دا ددی مهمو عملیاتو اساسي هدف و".

سعودي عربستان واېي دوی به لدې وروسته په یمن کې د ملگروملتونو د همکارۍ په دوام او ملاتړ د سولې د خبرو په شمول، سیاسي کوششونو ته پاملرنه وکړي.

ایران، چې د حوثي ډلې ملاتړ کوي، ددی خبرې هرکلې کړې چې په وینا یې، د بیگناه او بیچاره خلکو وژنه پای ته رسیږي او دا اقدام یې د سیاسي حل رامنځ ته کیدو په لور گام بللی.

خو ترڅنگ یې نن چهارشنبې د پارلمان رئیس علي لاریجاني وویل، سعودي عربستان په یمن کې خپل هدفونه ندي ترلاسه کړي او دېوې میاشتې اوږدې هواېي بمبارۍ یې ورته نیوکه وکړه چې د ایران له ملاتړنه برخمن شیعه یاغیان او د هغوئ متحّدین یې په نښه کول.

هغه سعودي عربستان ته په [طاب کې وویل "دا غلط عمل د یو اسلامي هیواد له هویت سره ښه نه ښکاري".

په عین وخت کې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د سه شنبې په ورځ وویل چې حکومت یې ایران ته ویلي چې حوثيانو ته د هر ډول وسلو او مهماتو انتقال به ستونزه پیښه کړي.

ښاغلي اوباما وویل " اوسمهال د ایرانیانو کشتۍ په نړیوالو اوبو کې دي. دا یو دلیل لري چې مونږ د فارس خلیج په سیمه کې خپلې کشتۍ ساتو، او دا پدې خاطر چې مونږ د ازادو بیړۍ چلولو لپاره شرایط خوندي وساتو. او هغه څه چې موږ ورته وویل، دادي چې د یمن دننه ډلو ته د وسلو لیږل به چې د بیړۍ چلولو وضعیت ته گواښ پیښوي، ېوه ستونزه رامنځ ته کړي".

د روغتیا نړیوال سازمان پرون خبر ورکړ چې په یمن کې د تاوتریخوالي او هوایي بریدونو د پیل راهیسې تر اوسه ٩۴۴ کسان وژل شوي او ٣٥٠٠ نور زخمیان شوي دي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG