د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې انتخابات څه ډول کیږي


په امریکا کې انتخابات څه ډول کیږي

په امریکا کې انتخابات څه ډول کیږي

په امریکا کې دجمهوری ریاست دمقام لپاره تیرانتخابات په دوه زره اتم کال کې شوی و او په دوه زره دولسم کال کې به ددی مقام لپاره بیا انتخابات کیږي.

مگر ددغو دواړو انتخاباتو تر منځ د کانگرس لپاره د منځني دورې انتخابات هم کیږي.

د جمهوری ریاست له انتخاباتو نه دوه کاله وروسته امریکایان بیا د انتخاباتو حوزې ته ځي چې خپلې رایې په صندوقونو کې واچوي. په اصطلاح د منځنئ دورې د انتخاباتو په نتیجه کې سپینه ماڼۍ په تشویش کې نه وي.

د نومبر په لومړی سه شنبه امریکایان د ولسې جرگې د ۴٣٥ څوکیو لپاره کاندیدان انتخابوي. په دغو انتخاباتو کې به د مشرانو د جرگې اوه دیرش څوکې هم ډکیږي.

د منځنۍ دورې انتخابات د جمهوررئیس د ارزیابۍ یوه طریقه هم ده. د جورج میسن د پوهنتون استاد رابرټ ډوډلی وایي:

"په عنعنوي توگه جمهوررئیسان په ولسي او د مشرانو په جرگو کې څوکۍ دلاسه ورکوي په خاصه توگه په لومړۍ منځنۍ دوره کې".

مگر جمهوررئیس جورج ډبلیو بوش او جمهوریت غوښتونکو د دوه زره دویم کال د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې په ولسي او د مشرانو په جرگو کې څوکۍ وگټلې چې په دې سره یې په کانگرس باندې بشپړ کنټرول ولره.

په کانگرس کې د اکثریت په گټلو سره د بوش سپین ماڼۍ وکولای شو چې په جنجالي ټکس کې کمښت راولي.

د جان هاپکنس د پوهنتون استاد بنجامن گنسبرگ وایې:

"ډیموکراتانو دټیکس دکمولو سره ډیر سخت مخالفت وکړ. د کانگرس په دواړو جرگو کې د اکثریت له لرو نه په غیر بوش به هیڅکله پدې نه وي قادره شوې چې په ټکس کې کموالی راولي".

جمهوریت غوښتونکو په کانگرس کې په اکثریت لرلو سره د جمهوررئیس بوش سره مرسته وکړه چې په عراق کې جنگ پیل کړي.

که د هر جمهوررئیس خپل سیاسي گوند د منځني دورې په انتخاباتو کې ماتې وخوري نو په هغه صورت کې د سپنې ماڼۍ قانوني اجنډا د خنډ سره مخامخ کیدای شي یا حتی بندیدای شي.

دارنگه پیښه د بل کلنټن سره شوې وه چې په ١٩٩٢م کال کې له خپل انتخاب نه یې دوه کاله وروسته د هغه د روغتیایې چارو پروگرام تصویب نشو.

په واشنگټن کې د رول کال په نامه ورځپاڼې خبریال کل تریگ ستاد وایي:

"په ١٩٩۴ م کال کې جمهوریت غوښتونکو په کانگرس کې بیا اکثریت گټلی وو. ځکه نو اوس جمهوریت غوښتونکي په کانگرس بشپړ کنټرول لري او هغو کسانو د منځنۍ دورې په انتخاباتو کې ماتې وخوړله چې بل کلنټن ورباندې تکیه لرله".

د هغه د روغتیا د چارو پروگرام چې ډیر زیار یې ورباندې ایستلی و په اساسي توگه ناکامه کړ.

جمهوریت غوښتونکو چې په کانگرس کې اکثریت و، د ټولنیزو خدمتونو په شان جنجالي قانون یې تصویب کړ چې په دې سره هغه کسان مجبور شول چې کار وکړي چې د فدرالي حکومت نه یې مرسته لاس ته راوړله.

په دوه زره شپږم کال کې چې د جمهوررئیس بوش دویمه دوره وه، ډیموکراتانو په ولسي او د مشرانو په جرگو کې اکثریت لاس ته راوړ.

خبریال شان میلر وایې چې واقعا ډیموکراتانو د بوش د حکومت مخه ونیوله. هغه واقعآ نه غوښتل چې د داسې کانگرس سره کار وکړي چې ډیموکراتان پکې اکثریت وي".

XS
SM
MD
LG