د لاس رسي وړ اتصالات

رپوټ: ناامنيو د افغانستان را روان انتخابات په خطر کې اچولي


د بشري حقوقو یوه نړیواله اداره وايي چې د افغانستان راروان پارلماني انتخابات د کمزوري حکومتي امنیت او پر کاندیدانو باندي د حملو له کبله د سختو ستونزو سره مخامخ دي .

د بشري حقوقو د څار ټولنې نن د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د سپتمبر د ۱۸ مې نیټې د پارلماني انتخاباتو کاندیدان د ترور، یرغمل نیونکو حملو د خطر لاندي دي چې نه یواځي ورته د یاغیانو له خوا متوجې دي بلکې د سیالو کاندیوانو له خوا هم ورته متوجې دي او په دوی کې تر ټولو چې زیات د خطر سره مخامخ دي هغه ښځېنه کاندیدانې دي.

دغه سازمان ویلي دي چې کاندیدان، د پارلمان غړي او د انتخاباتو د کمیسون چارواکي اندېښمن دي چې امنیتي ستونزې او اداري فساد ښايي د جمهوري او ولایتي شورګانو د انتخابات راهیسي چې یو کال مخکي پرانیستل شول، لا پسي زیات شوی وي. د جمهوري ریاست پر انتخاباتو باندي د غبن او ټګۍ برګۍ تورونه ولګول شول.

په عین حال کې طالبانو د انتخاباتو سره د مقاطعې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هڅه به وکړي چې دغه انتخابات ګډوډ کړي.

د چارشنبې په ورځ د انتخاباتو چارواکو وویل چې ۱۵ په سلو کې د رایو مرکزونه د امنیتي ملحوظاتو په خاطر ښايي وتړل شي.

XS
SM
MD
LG