د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په اړه د بشري حقوقو د نړیوال سازمان اندېښنې


د بشري حقوقو نړېوال سازمان(هیومن رایټس واچ) وایې دا چې د نړۍ حکومتونه د امنیت د ټینګولو تر نامه لاندې د خپلو وګړو بشري حقوق تر پښو لاندې کوي، یوه ډیره جدي تیروتنه کوي.

د بشري حقوقو دغه نړیوال سازمان د پنجشنبی په ورځ په نړۍ کې د بشري حقوقو د وضعې په باب په خپل تازه رپوټ کې وایې چې نایجریا، عراق، سوریې،اسرائل او امریکا د نړۍ د هغو ملکونو په جمله کی شامل دي چې د امنیتي اندیښنو تر نامه لاندې د خلکو د بشري حقوقوڅخه د تیري لپاره جواز لټوي.

په دې ریپوټ کې د افغانستان یادونه هم شوې ده او ویل شوي دي چې د ۲۰۱۴ کال په سیاسي انتقال کې ځنډ د دې لامل شو چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې بشري حقوقو ته احترام او تعهد کم شي. په دې ریپوټ کې د یاغیانو ترڅنګ پر افغان امنیتي ځواکونو باندې هم نیوکې شوي دي.

مونږ په افغانستان کې د بشري حقوقو په تړاو د اندېښنو په هکله د افغانستان د بشري حقوقو د سازمان د مشر حاجي لعل ګل سره مرکه کړې ده چې په لاندي لینک باندې یې اوریدلای شئ:

XS
SM
MD
LG