د لاس رسي وړ اتصالات

غني: سي آی اې، د افغانستان اصول او قوانین مات کړي


ولسمشر اشرف غني
ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د سي اي اې د کارکوونکو او قراردادیانو له لورې د بندیانو او په خاص ډول د افغان زندانیانو شکنجه کول غیر انساني وبلل او هغه یې په سختو ټکو وغندل.

ولسمشر غني د امریکا د سنا له لورې د سي اې اي د شکنجې کولو د خپور شوي رپوټ په هکله په خپل لومړي غبرګون کې وویل چې د سي آی اې کارکوونکو په دغه کار سره ټول انساني حقونه تر پښو لاندې کړي دي .

ښاغلي غني وویل "د افغانستان دولت دغه غیر انساني عمل په کلکه غندي.زموږ په اوسنۍ نړۍ کې هېڅ نوع توجیه د دا رقم اعمالو لپاره او د انسان د شکنجو لپاره، وجود نه لري."

هغه وویل چې غیر انساني چلند د غیر انساني غبرگون او په پای کې د یوې خبیثې کړۍ د رامنځ ته کیدو سبب کیږي.

ښاغلي غني د بشر او په افغانستان کې د جگړو د قربانیانو د یادښت او درنښت د نړیوالې ورځې په ویاړ په ارګ کې خبرې وکړې.

ښاغلي غني وویل چې د سنا له لوري د ۴۹۹ مخونو خپور شوی رپوټ یې ټکي په ټکي ولوست چې " ټکان ورکوونکی" دی.

ده د هغو افغانانو د نومونو او شمېرې د معلومولو غوښتنه وکړه چې د سي آی اې کارکوونکو او قراردادیانو شکنجه کړي او زورولي دي.

هغه وویل "رپوټ ښيي چې زموږ افغان هېوادوال هم شکنجه شوي او حقوق یې تر پښو لاندې شوي دي. تعداد یې معلوم نه دی خو د خاصو اشخاصو نومونه یاد شوي دي، موږ غواړو چې د دغو افغانانو تعداد او شمېره معلومه شي چې د هغوی د حقونو او د حیثیت د اعادې لپاره جدي کار وکړو. "

ښاغلي غني په ښکاره ټکو کې وویل چې د امریکا د سي آی اې مامورینو د افغانستان، امریکا او نړیوالې ټولنې قوانین او اسلامي او د بشري حقونو اصول او ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي.

نوموړي وویل په شکنجه شویو افغانانو کې بې ګناه کسان هم شامل دي.

په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر له ۱۱ نېټې وروسته، امریکايي ځواکونو او استخباراتي کار کوونکو سلګونه کسان د القاعدې له ډلې او طالبانو سره د تړاوو لرلو په شک ونیول او بندیان یې کړل.

ښاغلي غني وویل له امریکا سره د لاسلیک شوي امنیتي تړون له مخې له ۲۰۱۴ کال وروسته هېڅ نړیوال ځواکونه نه شي کولی چې کوم افغان ونیسي او بندي یې کړي، کور ته یې ورننوزي او یا هم خپل شخصي زندان ولري.

ولسمشر غني له ۲۰۱۴ کال وروسته پېر د خپل هېواد لپاره د ملي حاکمیت یوه نوې دوره یاده کړه چې په خبره یې نړیوال به یوازې ورسره د ځواکونو د روزولو، تقویې، تعلیم او تمویل په برخو کې همکاري او مرسته کوي.

ښاغلي غني داسې مهال د سي آی اي د مامورینو شکنجه کول غندلي چې سپینه ماڼۍ وايي ولسمشر اوباما له خپل افغان سیال او اجرايي رئیس عبدالله عبدالله سره د ویډیو له لارې خبرې کړي، او هغوی یې ستایلي چې د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون یې توشیح کړ.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG