د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار اداره: ښوونځي د پوځي اهدافو لپاره کارول کیږي


د افغانستان د دفاع وزارت په ناامنو سیمو کې یوازې له تړلو ښوونځيو څخه موقتي ګټه اخیستنه مني
د افغانستان د دفاع وزارت په ناامنو سیمو کې یوازې له تړلو ښوونځيو څخه موقتي ګټه اخیستنه مني

د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وايي، چې د بغلان په ولایت کې افغان پوځيان له ښوونځيو نه د نظامي اډو په څېر کار اخلي، خو د دفاع وزارت یوازې له تړلو ښوونځيو څخه موقتي ګټه اخیستنه مني.

د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی، نن په یوه راپور کې وویل چې په ښوونځيو کې د افغان زده کوونکو د زده کړو بهیر نه یوازې د طالبانو له خوا بلکې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا چې له ښوونځیو د موضع په څیر کار اخلي هم له خطر سره مخ کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان دا راپور چې په بغلان کې یې له ښوونځيو نه د نظامي اډو په څېر ګټې اخیستنې باندې چمتو کړی او ددغه ولایت د ښوونځیو له شلو مدیرانو، ښوونکو او اداري کارکوونکو سره مرکې کړي، اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د ښوونځيو له ودانیو نه د نظامي اډو په څېر کار اخیستل زده کوونکي له زده کړو محروموي او ترڅنګ دا ویره هم شته چې مخالفین په ښوونځیو حملې وکړي.

د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې د بغلان د پوستک بازار په منځني ښوونځي کې چې پولیسو وو، د طالبانو ترې برید لاندې راغی او د ښوونځي په یوه ټولګي کې اووه پولیس ووژل شول.

د بشري حقونو د څار سازمان یوې راپورترې پاتریشیا ګوسمن له قوله ویل شوي" د افغانستان د ماشومانو د ښوونې او روزنې بهیر نه یوازې د طالبانو بلکې د افغان امنیتي ځواکونو لخوا هم چې په ښوونځیو کې موضع جوړوي، له جدي خطر سره مخ کوي".

د ملي دفاع وزارت غبرګون

د ملي دفاع وزارت بیا ددې راپور په ځواب کې مني، چې په ځینو ځایونو کې د عملیاتو په مهال ښايي د موقت وخت لپاره له ښوونځیو نه ګټه اخیستل شوي وي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امرکیا غږ ته وویل" داسې شوي دي، چې ښوونځی رخصت وو او یا مونږ عملیات درلودل او هلته مخالفین وو، نو که د یوه ساعت لپاره، یوې ورځې لپاره یا دوو ورځو لپاره که استفاده ترې شوې وي، هغه هم موقتا نو دا مونږ نه ردو".

د ملي دفاع وزارت وايي، په هغو سیمو کې چې ښوونځی فعال وي او امنیت وي هيڅکله استفاده نده ترې شوې.

د بشري حقونو د څار سازمان راپور د جنګ په لومړۍ کرښه کې د ښوونځیو په وضعیت دی.

د پوهنې د وزارت په ويناء تر اووه سوه پورې ښوونځي بند دي او د ناامنیو په ډېرېدو د نورو ښوونځیو د بندیدو احتمال هم شته.

XS
SM
MD
LG