د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو څار ډله افغان حکومت "ناکام" بولي


پتریشيا ګاسمن وایي چې نړیواله ټولنه باید له افغان حکومت سره له نيږدې کار وکړي چې د تيرو ۱۴ کلونو لاسته راوړنې وژغورل شي.
پتریشيا ګاسمن وایي چې نړیواله ټولنه باید له افغان حکومت سره له نيږدې کار وکړي چې د تيرو ۱۴ کلونو لاسته راوړنې وژغورل شي.

د بشري حقونو د څارسازمان په خپل کلني نړیوال راپورکې ویلي چې د افغانستان د ملي يووالي حکومت په ٢٠١٥ کال کې د بشري حقونو اړوند مسایلو په اصلاحاتو کې پاتې راغلی دی.

دغه سازمان وايي چې افغان حکومت د مليشو ډلو په کنټرولولو، د فساد په راکمولو، د ښځو او رسنیو د حقونو په پراختيا او په عدلي او قضایي اصلاحاتو کې لږ پرمختګ کړی دی.

د راپور په لیکنه چې "د سیمیزو پولیسو او ملیشه ډلو د فعالیت په زیاتولو سره چې په جنسي تيریو، چور او غير قانوني وژنو تورن دي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضیعت لا نور وران شوی دی".

په راپور کې ویل شوي چې "افغان حکومت د پوځي عملياتو پر مهال د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د راکمولو په موخه ځينې تدابير ونيول او تيری کوونکې مليشې یې بې وسلې کړې خو د امنيتی ځواکونو له خوا د شویو تيریو مسئوليت نه اخيستلو دغه هلې ځلې ټکنۍ کړي دي".

په دې راپور کې راغلي چې د امنیتي ځواکونو بد چلند او همداشان د افغانستان د حکومت پر وړاندې د طالبانو بغاوت د دولت پر وړاندې د افغانانو باور زیانمن کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان راپور وایي د طالبانو د ډلو ترمنځ پر رهبرۍ جنجال ددې سبب شو چې د داعش په گډون بيلابيلې ترهګرې ډلې د ملکيانو پر وړاندې بریدونه زیات کړي او په سلگونو ملکي وگړي ووژل شي.

که څه هم ولسمشر غني او اجرایه ریيس، عبدالله عبدالله په وار وار په څرگنده د ښځو د حقونو د دفاع او ساتنې پر ژمنو ټينګار کړی، خو د بشري حقونو د څار د سازمان د راپور له مخې دوی دواړه د ښځو پر وړاندی د تاوتریخوالي د منع قانون د پلي کولو او د تورنو کسانو د عدلي تعقیب لپاره د لازمو تدابیرو په نیولو کې پاته راغلي دي.

د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډیریدل، د داخلي جگړو په وجه د کورنیو بې ځایه شویو کسانو شمیره له یو میلیون کسانو اوښتل، د محلي پولیسو په لیکو کې د ماشوم سرتیرو شتون، په مسکوني ځایونو کې د درندو وسلو استعمال د ملکي وگړو یرغمل کواو او تښتول او د خیریه تاسیساتو په نښه کول په افغانستان کې د بشري حقونو څخه د سرغړونې نور لاملونه دي چې په دې راپور کې ذکر شوي دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د څار ادارې مشرې پلټونکې، پتریشيا ګاسمن وویل چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د بشري حقونو د ستونزو د حلولو په برخه کې مهم فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

هغې وویل چې نړیواله ټولنه باید له افغان حکومت سره له نيږدې کار وکړي چې د تيرو ۱۴ کلونو لاسته راوړنې وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG