د لاس رسي وړ اتصالات

د بشري حقونو د څار ډله: حکومتونه مخالفین ځپي


د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د خلکو ځپل دوام لري. د بشري حقونو د څار د ډلې اجرایي رئیس کینیت رات وايي چې د نړۍ مستبد واکمنان او مستبد حکومتونه له مدني ټولني نه ویره لري.

کینیت رات وایي، هغوی له یوې داسې یوې ټولنې نه په ویره کې دي چې د ټولنیزو رسنیو په واسطه ځواکمنه شوې ده.

دغه ډله وايي چې په وروستيو وختونو کې د چین او روسیې په څیر هیوادونو ترټولو زیات ځپل ترسره کړي دي.

کینیت رات وايي "پوتین او شي جنبنګ دواړه خپلو خلکو ته وايي چې هغوی به سوکالي راوړي، خو اوس چې اقتصاد له ستونزې سره مخ دی نو هغوي ویریږي چې خلک به اعتراضونه پیل کړي."

د بشري حقونو د څار دغه ډله وايي د سوریې د شخړي له امله اروپا ته د مهاجرینو لوی بهیر اروپايي ګوندونه دیته هڅولي دي چې د اسلام ویره خپره کړي.

کینیت په دې نظر دی چې د مهاجرینو په بهیر کې ګډوډۍ دا احساس رامنځته کړی چې اروپا پر خپلو پولو کنټرول له لاسه ورکړی دی او دې کار د ترهګرې ویره رامنځته کړې ده.

خو له دې سره سره، په متحده ایالتو او اروپا کې د ترهه ګرۍ پر ضد مبارزې د څار دغه ډله اندیښمنه کړې ده. دا د هغو امریکايي قانون جوړونکو پر خلاف خبرداری ورکوي چې غواړي پر استخباراتي ادارو د څارلو محدودیتونو لیرې شي. دا همداراز پر اروپايي حکومتونو نیوکه کوي چې د څارلو واکونه زیاتوي. دا وايي دغه اقدامات شخصي حقونو ته زیان رسوي.

ددې ډلې د امریکا د څانګي رئیس اوزې میګیل ویونکو وايي چې په لاتیني امریکا کې سختې سرغړونې موجودې دي.

ویوینکو وايي په کیوبا کې تر اوسه پورې هماغه حالت دی او زیاتوي "اوس چې د اوباما اداره د ګوښه والي سیاست نه عملي کوي، د لاتیني امریکا د دموکراتیکو حکومتونو او نورې نړې له خوا باید فشاررامنځته شي."

په مکسیکوکې د نیشه ايي توکو بانډونه او فساد، په ونزویلا کې د مخالفو ګوندونو پر خلاف د حکومت اقدامات او داسې نورې ستونزې ددې ډلې د اندیښني سبب ګرځیدلې دي.

XS
SM
MD
LG