د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د بې کارۍ پر ضدلاریون وشو


د کابل په میرویس میدان کې ددغه لاریونکوونکو سره په لسګونو بیکاره ځوانان هم یوځای شوي وو
د کابل په میرویس میدان کې ددغه لاریونکوونکو سره په لسګونو بیکاره ځوانان هم یوځای شوي وو

نن له غرمې مخکې د کابل د میرویس میدان د کوټي سنګي د پله لاندې د بې کارۍ په ضد د سړک د غاړې کنسرټ دایر شو او ترڅنګ په یوه لاریون کې د بې کارۍ د ختمولو شعارونه ورکول کېدل.

دا کنسرټ او لاریون چې د بې کارۍ په ضد یوه مدني حرکت په لاره اچول شوی وو، پکې له حکومت غوښتل کېدل چې د بې کارۍ مخه دې ونیسي او دا شعار ورکول کېده چې "مونږ کار غواړو".

د بې کارۍ په ضد حرکت چې له دوو میاشتو راهېسې مدني اعتراضونه کوي، په ننني اعتراضیه لاریون کې یو شمېر هنرمندانو په تېره بیا د راګ موسیقۍ هنرپالو برخه اخېستې وه او سندرې پکې وویل شوې.

سندرې تر ډېره د بې کارۍ، فقر او مهاجرت په ضد وې، راګ موسیقۍ یوه سندرغاړي دا سندره چې جمهوری ګدایان ویله په سیمه کې د را غونډولو له خوا ورسره بدرګه کېده.

د راګ موسیقۍ هنرمند مسعود حسن زاده چې د کنسرټ له جوړونکو نه وویل "زه د یوه موسیقي دان په توګه نن دلته ځکه راغلی یم چې خلک یوه بحران ته متوجه کړو، دا بحران د بې کارۍ دی، په دوو میاشتو کې د بې کارۍ ضد حرکت سره زیات شمېر هنرمندان یوځای شوي دي، مونږ ټول وايو چې بې کاري له جنګ هم بدتره دی."

د بې کارۍ په ضد دغه مدني حرکت یو لاریون هم په لاریون اچولی وو، سره دسمالونه یې په لاس او غاړو کې اچولي وو، دا سره دسمالونه یې د خپل حرکت سمبول ګاڼه.

ددې حرکت یوه غړي کامبیز وویل چې دوو میاشتو راهېسې یې د بې کارۍ په ضد خیمه وهلې، که حکومت د دوی غوښتنو ته ځواب و نه وايي، نو د ارګ مخې کې به خیمه ووهي.

کامبیز وویل "حکومت دې بې کاري ورکه کړي".

یوه بله لاریون کوونکي روح الله ویل چې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد له پوهنځۍ فارغ دی ولې بې کار دی، هغه دا وویل چې بې کاري په نن او سبا کې بې له حده زیاته شوې ده.

د کوټي سنګي د پله لاندې هره ورځ په لسګونو د ورځني کار مزدوران را غونډيږي، د عبدالجمیل په نوم یوه کارګر ویل دوه میاشتې کیږي، چې کار پسې ګرځي او کار نه شي پیدا کولی، هغه وویل د کار پسې له غزني نه کابل ته راغلی دی.

لاریون کوونکو د حکومت احصائيې یادولې، ویل چې د حکومت احصائيې ښيي، چې دیارلس ملیونه افغانان بې کاره دي او له بې کارۍ رنځیږي.

لاریون کوونکو دا هم ویل چې یو سلو پنځوس زره افغان او په تېره بیا ځوانان او یو شمېر یې د پوهنتونونو نه فارغ التحصیله په وروستي یوه کال کې بهرنیو هیوادونو ته تللي دي

XS
SM
MD
LG