د لاس رسي وړ اتصالات

د هنگري عالي محکمې پر جوماتونو او حجاب باندې بندیز لغو کړ


تصویر: د جرمني د هامبورگ په ښار کې د امام علي په نامه یو جومات
تصویر: د جرمني د هامبورگ په ښار کې د امام علي په نامه یو جومات

د هنگري د اساسي قانون محکمې د چارشنبې په ورځ د یو حکم په صادرولو سره هغه بندیزونه لرې کړل چې ددې هیواد د یو ښارگوټي ښاروال د جوماتونو په جوړولو، د ټکري او اسلامي حجاب پر اغوستلو باندې لگولي وو.

د صربستان سره د هنگري په پوله د اسوتالوم د سیمې کلیوالو د جوماتونو جوړول او د اذان کولو باندې بندیز لگولی و او مسلمانې ښځې یې د ټکري او حجاب له اغوستلو منع کړې وې.

د هنگري د اساسي قانون محکمې وویل چې د جوماتونو له جوړولو، آزان او اسلامي حجاب سره مخالفت د دین او بیان آزادۍ محدودوي.

د اسوتالوم اوسیدونکو چې د جوبیک د گوند د یو ښي لاسي سیاستوال لزلو توروزکای، له خوا رهبري کیږي د تیر کال د نوامبر د میاشتې راهیسې د جوماتونو جوړول او د اسلامي حجاب د اغوستل منع کړي وو.

دمخه تردې چې هنگري په ٢٠١٥ کې د صربستان او کرواشیا سره په خپله پوله اغزن سیم وغزوي، د اسوتالوم سیمه د هغو پناه غوښتونکو د تگ لار وه چې د اروپا لویدیځ ته روان وو.

د اسوتالوم ښاروال توروزکای، تیر کال ویلي وو چې د سیمې اوسیدونکي په دې خاطر د اسلامي سنتونو سره مخالف دي چې غواړي خپلې ټولنې او ملتور ژوندی وساتي.

XS
SM
MD
LG